لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنګټن پوسټ:امریکا افغانستان څخه خپل زرګونه سرتیري وباسي


دامریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وایي امریکا اؤ طالبان یو داسې تړون ته ورنزدې شوي چې له مخې به یې امریکا دافغانستان څخه خپل شاوخوا شپږ زره پوځیان وباسي اؤ طالبان به د اوربند ترڅنګ القاعده سره دخپلو اړیکو غوڅولو اعلان هم وکړي.

خو دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پمیپو وایي افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو ویستلو لپاره کومه نیټه نه ده ټاکل شوې، خو امریکا غواړي چې په افغانستان کې د ځینو شرایطو د تضمین وروسته خپل پوځي شتون پړاؤ په پړاؤ کم کړي.

امریکا دا مهال په افغانستان کې قابو ۱۴۰۰۰سرتیري لري اؤ په قطر کې دطالبانو اؤ امریکایي استازي زلمي خلیلزاد ترمینځ ترمنځ دتیر کال راهسې دسولې روانو خبرو کې طالبان دامریکا نه غواړي چې دسولې تړون به وروسته له هغې لاسلیکوي چې امریکا افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د ویستلو مهال ویش اعلان کړي

دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ دسولې دخبرو اووه پړاوؤنه سرته رسیدلي اؤ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې داتم پړاؤ خبرو کې به هغه ټولو خبرې راغونډې کړل شي چې امریکا پرې توافق ته رسیدلي دي.

تمه کیږي چې نن دجمعې په ورځ قطر کې یو ځل بیا دطالبانو اؤ امریکې ترمینځ دسولې دخبرو اتم پړاؤ پیل کیږي.

واشنګټن پوسټ د سرچینو له خولې دعوه کړې ده چې افغانستان کې دصدارتي ټاکنو نه وړاندې به طالبان اؤ امریکا دسولې یو غوڅ تړون وکړي خو ددې ترڅنګ دا اندېښنه هم ښایي چې کیدی شي طالبان دسولې دغوڅ تړون مخې ته ځېنې خنډان راولاړ کړي.

ورځپاڼه وایي امریکا به دخپلو سرتیرو ویستلو په بدل کې طالبان دې ته اړ کړي چې افغان دولت سره مخ په مخ خبرو ته کښیني ، اوربند اعلان کړي اؤ القاعده شبکې سره خپلې اړیکې وشلوي.

واشنګټن پوسټ د یو امریکایي چارواکي له خولې لیکلي چې د سولې په چارو کې د ۸۰ څخه نیولی تر۹۰ فیصده کار سرته رسیدلی خو پاتې کار سرته رسولو ته هم اوږده لاره پاتې ده.

په قطر کې د طالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین څو ورځې وړاندې امریکا غږ ته ویلي وؤ چې امریکا سره په شوؤ خبرو کې زیات پرمختګونه شوي اؤ تمه ده چې دخبرو اترو په راتلونکي پړاؤ کې به دا ټولې خبرې راټولې کړل شي.

دافغان سولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم منلې چې طالبانو سره شوؤ خبرو کې یې ګڼ پرمختګونه کړي خو هغه روانه اوونۍ په ټوئټر لیکلي وؤ چې اوس باید دیو غوڅ تړون دپاره طالبان هم دخپلې برخې کار سرته ورسوي.

دامریکا دبهرنیو چارو وزیر هم مائیک پومپیو هم خبریالانو سره خبرو کې ویلي چې دافغانستان په اړوند د صدر ټرمپ تګلاره روښانه ده اؤ هغه غواړي څومره زر چې وي باید خپل سرتیري دافغانستان څخه وباسي.

ښاغلي پومپیو ویلي رسنیو کې دهغه له خولې لیکل شوې دا خبرې ناسمې دي چې ګنې امریکا د صدارتي ټاکنو نه وړاندې خپل ځواکونه له افغانستان ویستل غواړي .

هغه وویل دپوځيانو د ویستلو کار به پړاؤ په پړاؤ حالاتو ته په کتلو وي

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG