لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خليلزاد وايي، طالبانو سره په خبرو کې مو ډېر ښه پرمختګ کړی دی


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، "په کابل کې د تېرې اوونۍ د ډېر ښه پرمختګ وروسته يې په دوحه کې د طالبانو سره په خبرو کې ډېر ښه پرمختګ کړی دی".

خليلزاد په ټويټر ويلي، د دوحې د خبرو وروسته ډهلي ته ځي چې د وړاندې نه ټاکل شوي ملاقاتونه وکړي.

نوموړي ويلي په کابل کې د تېرې اوونۍ د ډیر ښه پرمختګ وروسته يې څو ورځې په دوحه کې تېرې کړې او په پاتې هغو مسایلو یې غور کوو "چې له طالبانو سره یوه شونې معامله بشپړولی شي او د شرایطو په اساس، د ځواکونو وتل شونی کولی شي مونږ ډېر ښه پرمختګ کړی دی".

د ډهلي د تګ په اړوند هغه ويلي، د "نن وروسته به ډهلي ته ولاړ شم چې له وړاندې نه تنظیم شوي ملاقاتونه وکړم تر څو د افغانستان د سولې د بهیر په ملاتړ نړیواله اجماع نوره هم پیاوړې کړو".

خليلزاد زياته کړې "زما ډله او د طالبانو استازي به پر تخنیکي جزیاتو او د څلور برخیز توافق د بریالي پلي کولو پر هغو اړینو میکانیزمونو بحثونو ته دوام ورکړي چې زما له ټاکنې راپدیخوا مونږ ورباندې کار کوو. توافق بر دغو جزئیاتو ډیر مهم دی".

نوموړي د څلور برخيزو خبرو جزيات نه دي شریک کړي خو له دې وړاندې په اوومه جولايۍ نوموړي په يو ټويټ کې دغه څلور خبرې يادې کړې او ويلي يې ؤ،

د زلمي خليلزاد د تازه څرګندونو يا طالبانو او خليلزاد ترمنځ د خبرو په اړوند په خپله طالبانو څه نه دي ويلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG