لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو دصدارتي ټاکنو په غونډو دبریدونو ګواښ کړی


طالبانو امریکا سره دسولې دخبرو په جریان کې افغانستان کې دکېدونکو صدارتي ټاکنو دګډوډؤلو اؤ په انتخابي غونډو دبریدونو ګواښ کړی اؤ ولس ته یې خبرداری ورکړی چې ددغه رقم غونډو څخه په ډډه ووسي.

د سه شنبې په ورځ پخپله یوه اعلامیه کې طالبانو ویلي چې عام خلک باید دصدارتي ټاکنو له پروسې ځان په ډډه وساتي اؤ هاغو غونډو کې ګډون ونه کړي چې دبریدونو اؤ زیان ګواښ لري.

خو دافغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون بیا ویلي چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته یې بشپړ امادګي نیولې ده اؤ راتلونکې ټولټاکنې به پخپل وخت کیږي.

افغان دولت هم دطالبانو ددې ګواښونو غندنه کړې اؤ ویلي یې دي دافغانستان امنیتی‌اؤ دفاعي ځواکونه چمتو دي چې خپل خلک دداسې رقم ګواښونو څخه خوندي کړي.

طالبانو د ولسمشرۍ د ټاکنو دپروسې ګډوډولو دا ګواښ په دې حال کې کړی چې په قطر کې طالب مشران افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ دهغه ټیم سره داتم پړاؤ په خبرو بوخت دي اؤ دعوه کوي چې امریکا سره دسولې یوې موافقې ته نزدې شوي دي.

دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند ښاغلي سهیل شاهین څو ورځې وړاندې بیلابیلو رسنیو ته ویلي وؤ چې امریکایانو سره یې ۸۰ فیصده خبرې راټولې کړي اؤ یوازې دوه ستونزې پاتې دي چې په هغې به هم هیله ده روانو خبرو کې پرېکړه وشي.

ښاغلي سهیل شاهین په دریم اګست په ټوئټر لیکلي وؤ” که توافق نامه نهایي شي نو له مخې به یې په ټاکلې موده کې ټول بهرني پوځونه له افغانستان څخه وزي او هم به له افغاني جهتونو سره مذاکراتو ته لاره خلاصه شي”

خو دا چې امریکا سره دسولې د پروسې په جریان کې اوس طالبانو دافغانستان د ولسمشرۍ دټولټاکنو په کمپائنونو د بریدونو ګواښ کړی،امریکا ګواښ ته خپل غبرګون نه دی ښودلی خو افغان دولت خپل غبرګون دیوې اعلامیې دلارې ښودلی اؤ ویلي یې دي چې ټاکنې به پخپل وخت ترسره کیږي.

دافغان دولت په اعلامیه کې راغلي د افغانستان خلکو پخوا هم ثابته کړې چې د افغانستان د دښمنانو تهدیدونه او ګواښونه په ملي او برخلیک ټاکونکو پروسو کې د دوی د ګډون مانع نشي کېدلای اؤ اوس به هم دغسې ثابتوي.

تر دې وړاندې دافغانستان صدر اشرف غني هم ډاډ ښودلی چې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به پخپل وخت ترسره کیږي خو دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا ددې ټاکنو سره مخالفت ښودلی اؤ دریځ یې خپل کړی چې وړومبی باید دسولې پروسه په بریالیتوب سره سرته ورسول شي بیا دې صدارتي ټاکنې وشي.

امریکا غږ پښتو څانګې د افغانستان د ټولټاکنو دخپلواک کمیسیون د مرستیال ویاند میرزا محمد حق پرست له خولې ویلي چې طالبان د ټاکنو پروسې سره په مخالفت کولو غواړي چې د زور دلارې واک ته ورسیږي.

ښاغلي حق پرست ویلي د ټاکنو خپلواک کمیسیون دمېزان دمیاشتې په شپږمه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو دپاره ټول انتظامات سرته رسولي دي اؤ ټاکنې به پخپل ټاکلي وخت کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG