امریکې په پاکستان او هند غږ کړی چې د کشمير په مسله د زغم نه کار واخلي. امریکا ويلي د کشمير په معامله امريکه اندېښنه لري.
د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياندې مورګن اورټيګس نه د زيارت، پنجشنبې په ورځ په خبري غونډه کې تپوس شوی چې د امریکايي استازو اېل وېلز، جان سټيوان او د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي خليلزاد په وروستيو کې د سويلي اسیا د هېوادونو سفر کړی د هغه د سفر به په کشمير کې په روانه شخړه اثر وي؟
هغې وويل امریکايي چارواکي هر ه ورځ د پاکستان او هند د چارواکو سره په تماس کې وي خو د يادو استازو د سيمې د هېوادونو سفر د وړاندې نه پلان ؤ.
د وياندې نه په کشمير کې د روانو حالاتو او هند او پاکستان د تریخوالي په ترڅ کې پوښتنه شوې چې دا حالات به د افغانستان د سولې په بهیر کومې اغېزې ولري؟.
هغې ويلي د افغانستان د سولې په اړوند په قطر کې په روانو خبرو کې پرمختګ شوی دی.
هغې زياته کړې د هندي کشمير د تازه پرېکړې نه وړاندې د امریکا سره رابطه نه وه شوې.
اورټېګس ویلي د کشمیر معامله مهمه ده خو د دې نه علاوه نور معاملات هم دي د کومو په تړاؤ چې دوي د پاکستان او هند سره په تماس کې دي.
هغې دا هم ويلي چې د کشمير په حقله د امريکا په پالیسۍ کې کوم فرق نه دی راغلی.