لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ايران وايي، امریکا په عربو په وسلې خرڅولو سره سیمه په خطره کې کوي


د ايران د بهرنیو چارو وزير جواد ظريف په امريکا تور لګولی چې په خليجي عرب هېوادونو وسله خرڅوي او په دغسې کولو په دې سيمه کې اوور خوروي.

الجزيره سره په خبرو کې ظريف ويلي د خليج فارس د سمندري بېړو د تېرېدو لاره تنګه ده او په دغه لاره کې د بهرنيو بېړيو موجودګي دا لاره نوره په خطره کې اچوي.

هغه ويلي دا سيمه اوس د ماچس په څېر شوې او دا څه وخت هم اوور اخيستی شي ځکه امریکا او اتحاديان يې دلته د وسلې راولي.

هغه زیاته کړې د امریکې او بهرنيو بېړيو په خليج فارس کې موجودګي دلته امنيت نه سېوا کوي بلکې د هغه په وېنا دغلته به نورې جنګي بېړۍ راځي او د هغې سره به په سيمه کې د تحفظ نشتوالي رامنځته کيږي.

ظريف ويلي د امریکې يوې جنګي بېړۍ په کال ۱۹۸۸ کې د ايران الوتکه ويشتې چې پکې ۲۹۰ کسان سواره وو.

هغه د امريکې لخوا د سمندري لارو خوندي کولو په اړوند ويلي که امریکا واقعي دا کار کوي نو لاس وهنه دې پرېږدي ځکه چې د هغه په وېنا داسې کول د ايران پرضد دي او دې سره به په سیمه کې د خونديتوب کمی رامنځته شي.

د ايران د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امريکا د ايران سره اړيکې ترينګلې او امريکا په وروستيو کې اعلان کړی چې د خپلو اتحاديانو سره په ګډه په خليج فارس کې د سمندري بېړيو په ساتنه کار کوي.

XS
SM
MD
LG