لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت په پکتيا کې د ملکي وګړو د وژنو د پلټنو امر کری


د افغانستان حکومت د پاکستان سره په پوله پرتې صوبې پکتيا کې ملکي وګړو ته د اوختې مرګ ژوبلو د پلټنو امر کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې يوناما ويلي اداره په پکتيا ولايت کې د حکومت پلوه ځواکونو لخوا د اختر په شپو کې د ۱۱ ملکي کسانو د وژنې د رپوټونو اندېښنه ښايي.

يوناما ويلي حساب ورکول ضروري او ملکي وګړو ته زيان رسول بايد ودرول شي.

راپورونه وايي د افغانستان د ملي امنيت شورا د دغو عملياتو د پلټنو کولو ويلي چې ولسمشر اشرف غني يې امر کړی ؤ.

ويل شوي په پېښه کې ککړ کسان به ونيول شي او د قانون منګولو ته به راوستلی شي.

د ملي امنيت شورا په ۱۲م اګست په ټویټر ويلي ؤ د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د پکتيا د زرمت ولسوالۍ په کولالګو کې د طالبانو پرضد عمليات کړي اود ۱۱ ترهګرو د وژلو ادعا يې کړې او د دوي نه یې په زياته شمېره کې د وسلې ترلاسه کولو ويلي ؤ.

د جولايۍ د میاشتې په وروستيو کې يوناما ویلي ؤ د روان میلادي کال د جنوري له لومړی نیټې څخه د جولايې د میاشتې ترپایه پورې د ناامنیو په پېښو کې ۱۳۶۶ کسان وژل شوي او ۲۴۶۶ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو ادارې ویلي د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ۳۸ سلنه طالبان ښکېل دي، ۱۱ سلنه داعش ډله او ۳سلنه یې نامعلوم وسله وال لاس لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG