دکشمیر په شخړه د غور کولو دپاره دملګرو ملتونو دامنیت شورا تاریخي دمشورې غونډه نن ماښام کیږي چې پکې به امنیت شورا دائمي غړي هیوادونه ددې ستونزې په بیلابیلو اړخونو بحث اؤ مشورې کوي.
په تیرو پینځوؤ لسیزو کې دا وړومبی ځل چې دکشمیر په شخړه دهند اؤ پاکستان ترمینځ په پیدا شوي تاوتریخوالي دغور کولو دپاره په ځانګړي ډول دامنیت شورا ځانګړې غونډه رابلل شوې ده .
په ووستې ځل کال ۱۹۷۱م کې د ملګرو ملتونو دامنیت شورا په غونډه کې د کشمیر په شخړه خبرې اترې شوې وې،
خو اوس دهند لخوا دخپل واک لاندې دکشمیر دنیم خپلواکه حیثیت ختمولو وروسته تیره اوونۍ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې شخړه دغور کولو په موخه ملګرو ملتونو ته دامنیت شورا دغونډې رابللو دپاره یو لیک استولی ؤ.
دپاکستان د ډان ورځپاڼې له مخې دامنیت شورا په پینځوؤ دائمي غړو کې یوازې چین دپاکستان ډاګیر ملاتړ کوي اؤ نور څلور غړي هیوادونه امریکا،برتانیه،فرانس اؤ روس په پاکستان اؤ هند ټینګار کوي چې دکشمیر ستونزه باید په دوه اړخیزه خبرو هواره کړي.
دملګرو ملتونو امنیت شورا د پینځوؤ دائمي غړو ترڅنګ ۱۰ غیر دائمي غړي هم لري چې په هغې کې بیلجیم،کوټ ډي ائیور،ډومینیکن ري پلبک،استوائي ګني،جرمني، انډونیزیا،کویت ،پیرو،پولینډ اؤ جنوبي افریقه شامل دي.
ډان ورځپاڼه لیکي چې په دې لسو غړو کې یوازې د دوؤ هیوادونو انډونیزیا اؤ کویت خواخوږۍ په تیرو وختونو کې دپاکستان سره پاتې شوي خو دچین په غوښتنه د نورو اتوؤ هیوادونو ملاتړ پاکستان دپاره پیداکول ستونزمن کار ښکاري.
دملګرو ملتونو دامنیت شورا دا غونډه به د بندو دروازو ترشا کیږي چې پاکستان اؤ هند دواړه به پکې برخه نه لري اؤ دهغوئ په غیر موجودیت کې به غړي هیوادونه په دې خبره غور کوي چې په موجوده وضعیت کې دامنیت شورا باید خپل مسولیت په څه ډول اداکړي.
په ملګرو ملتونو کې دپاکستان استازې ډاکټر ملیحه لودهي تیره ورځ پخپل یو بیان کې هیله ښودلې وه چې دملګرو ملتونو دامنیت شورا به دکشمیر دستونزې یو غوره هواری ولټوي.