لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کشمیر کې ښونځي بېرته پرانېستل شوي


واشنګټن: په کشمیر کې ښونځي (سکولونه) بېرته پرانېستل شوي خو لا تر اوسه هم په اکثرو ټولګیو کې لږ زده کونکي لیدل کېږي.

په کشمیر کې ښونځي وروسته له هاغې وتړل شول کله چې د هند حکومت د کشمیر ځانګړی حیثیت ختم کړ.

د انډیا ټوډی ورځپاڼې د راپور له مخې، کابو ۲۰۰ لومړني ښونځي په جمو او کشمیر کې د حالاتو د بېرته عادې کېدو د نښې په توګه پرانېستل شوي دي.

د کشمیر د ښونځیو او پوهنې مشر یونس مالک ویلي، د ګل یا دوشنبې په ورځ د کشمیر په جنوبي برخو کې چې ترهګر هم پکې فعال دي تر لسو زیات ښونځي پرانېستل شوي وو خو زده کونکي نه وو ورغلي.

د زده کونکو مور او پلار رسنیو ته ویلي، چې تر هغو پورې به د دوی ماشومان ښونځیو ته ولاړ نشي تر څو ټیلیفوني شبکې بېرته فعالې نشي.

ځینو پلارانو د برتانیې انډېپېنډېنټ ورځپاڼې ته ویلي، چې دوی له دې وېرې ښونځیو ته خپل ماشومان نه دي استولي هسې نه چې د ملکي لاریون کونکو او پوځیانو ترمنځ نښتو کې ګېر نشي.

ورځپاڼې په چارواکو باندې د کشمیریانو هغه نیوکې هم راخیستې چې وايي ښونځي باید په داسې حال کې چې حالات لا ښه شوي نه دي بېرته نه واي پرانېستل شوی.

خبر زیاتوي، خلک له دې امله هم وېرېږي چې لا تر اوسه هم انټرنېټ او ټیلیفوني شبکې نه دې فعالې شوې.

Recommended

XS
SM
MD
LG