لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روغتیا نړیواله اداره: د پولیو د ناروغۍ پرضد به مبارزه روانه وي


واشنګټن: دیرش کاله پخوا به د نړۍ په کچه د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ هر کال د زرګونو ماشومان ژوند اغېزمنه کولو او فلج کول یې، خو سږ کال تر اوسه پورې ۶۵ ماشومان د پولیو ناروغۍ څخه اغېزمنه شوي.

که څه هم د دغه وایرس د مخنیوي لپاره د نړۍ پاملرنه په پاکستان او افغانستان ده خو تر اوسه په نوموړو هېوادونو کې دغه وایرس له منځه نه دی تللی او هر کال د پولیو ګڼ شمېر راپورونه مخې ته راځي.

د پولیو وایرس مخنیوی دومره مشکل کار نه دی. د روغتیا کارکوونکي یوازې څو څاڅکې د ماشوم و خلې ته وراچوي خو مشکل کار د ماشومانو مور او پلار رضا کول او ټولنو ته دا باور ورکول دي چې د پولیو څاڅکې د انسان ژوند د فلج کېدو څخه ژغوري تر څو دغه ټولنې خپلو ماشومانو ته د پولیو پر ضد د څاڅکو ورکولو اجازه ورکړي.

په پاکستان کې سږکال د پولیو د کمپېنونو پر مهال د سیمیز او زاړه پاله فکر خلکو له لورې مظاهرې وشوې چې دغو کمپېنونو ته یې سخت زیان وړاولو.

په ځینو سیمو کې د کمپېن پر مهال د پولیو کارکوونکو باندې بریدونه وشوه چې په کې ځینې کارکوونکي ووژل شوه.

د روغتیايي راپورونو له مخه په افغانستان او پاکستان کې د پولیو يا ګوزڼ د ناروغۍ یو لوی علت د پاکو اوبو نېشتوالی دی او همدا لامل دی چې دغه وایرس ډیر زر په خپرېدو دی.

په پاکستان کې د پولیو د ناروغۍ د مخنیوي مشورتي کمیټۍ غړی ډاکټر اقبال مېمون وايي:

"د چاپېریال د ازموېنو څخه مالومیږي چې په سیمه کې د پولیو وایرس په ډیره کچه شتون لري او دا یوه ډیره خطرناکه خبره ده.د دې د مخنیوي یوازېنی لاره دا ده چې هر یو ماشوم ته د پولیو پر ضد څاڅکې ورکول شي "

په کومو سیمو کې چې اوبه ککړې دي هلته د دې لپاره چې ماشوم د دغه ناورغۍ څخه وژغورل شي پکار دی چې شاوخوا ۱۵ وارې ورته د پولیو څاڅکې ورکړای شي. خو دا هم یوه لویه ننګونه ده چې ټولو ماشومانوو ته څاڅکې ورسي څکه چې داسې ډیرې کورنۍ دي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ کډوال کیږي.

د روغتیا نړېوالې ادارې یا (ډبلیو اېچ او) چارواکی چې د پولیو د مخنيوي پروګرام لپاره کار کوي وايي چې د پولیو ناروغۍ د ختمولو لپاره هیڅ کوم سیاسي چوکاټ د منلو وړ نه دی:

دواړه هېوادونه د ګوزڼ ناروغۍ لمنځه وړلو په لړ کې ډيرې همکارۍ کوي، کمپېنونه کوي او له یو بل سره شمېري شریکوي او دغه ټول کارونه ډیر مثبت اغېز عم لري. "

هغه وايي د دوي هدف په نړۍ کې د ګوزڼ ناروغۍ ختمول دي او دا هيڅ کومه ټاکلې نېټه نه لري. تر څو چې دغه وایرس نه وي ختم شوی، د دې پر ضد به هلې ځلې دوام لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG