لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې دداعش د درېوؤ مشرانو پسر د۵۰ؤ لکو ډالرو انعام وویستو


امریکې دترهګرې ډلې داعش د درېوؤ مشرانو پسر د۵۰لکو ډالرو انعام ویستی اؤ وایي که هرڅوک ددغو درېوؤ مشرانو په اړوند اطلاع ورکړي نو ۵۰لکه ډالر به په انعام کې ورکولی شي.

دامریکې دبهرنیو چارو محکمې تیره اوونۍ ویلي وؤ دا انعامونه دداعش د مهمو مشرانو ممتازنعمان عبدنائف نجم الجبوري،سمیع جاسم محمد الجبوري اؤ امیر محمد سعید عبدالرحمان المولا په سرونو ویستل شوي دي چې پیسې به یې دامریکا انصاف دپاره دانعامونو ورکولو دپروګرام څخه ورکول کیږي.

دانصاف دپاره د انعامونو ورکولو پروګرام پخپل یو بیان کې ویلي” څنګه کې دجګړې په میدان کې دولت اسلامیه ماتې خوړلې ده،مونږ هوډ لرو چې ددې ډلې مشران وپیژنو اؤ وئ لټوؤ، ترڅو داعش ته دماتې ورکولو دپاره په میدان ولاړ دنړۍ دهیوادونو ائتلاف ددغه ډلې پاتې شوې رېښې هم له منځه یوسي اؤ دهغوئ ارادې شنډې کړي”

بغداد کې دستراتیژیکي مطالعاتو دپاره دعراقي ډلې دڅېړنو دمرکز مشر واثق الهاشمي وایي” شام اؤ عراق کې له ماتې خوړلو وورسته ددې ترهګرې ډلې(داعش)بیا په پښو د ودرولو دپاره دا درې کسان مهم رول ترسره کوي”

امریکا غږ سره خبرو کې هغه ویلي دتیرو څو میاشتو راپدیخوا(دداعش مشر)ابوبکر البغدادي په دې کسانو خپله ملا تړلې ده ترڅو وړې جهادي ډلې په داعش کې ورګډې کړي .

هغه وایي که دا درې کسان ونیولی شي یا وژل شي نو دترهګرې ډلې داعش له لوري به په عراقي اؤ ائتلافي ځواکونو دکېدونکو بریدونو مخه ونیول شي.

دامریکه دبهرنیو چارو دمحکمې له مخې ممتاز نعمان عبدنائف الجبوري د حاجي تاثیر په نوم هم پېژندل کیږي اؤ هغه دداعش یو مخکښ مشر دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG