لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دلسګونو افغان سرتېرو اؤ طالبانو په وژل کېدو دکندوز برید پائ ته رسېدلی


چارواکي وایي دکندوز جګړه دلسګونو طالبانو اؤ افغان سرتیرو په وژنه پائ ته رسېدلی اؤ اوس دچاڼیزو عملیات دښار کوڅه ،کوڅه له طالبانو پاکه کړل شوې ده.

دافغانستان د کورنیو چارو د وزارت وینا ښاغلي نصرت رحیمي د یکشنبې په ورځ رسنیو په لیږلې یوه اعلامیه کې ویلي کندوز ښار کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی اؤ خلکو خپل ورځني‌ کارونه پیل کړي.

طالبانو اوړمه شپه په کندوز ښار دڅلور واړو اړخونو نه بریدونه کړي وؤ چې له هغې وروسته ددغه ښار په یو شمیر سیمو کې دامنیتي ځواکونو اؤ طالبانو ترمینځ خونړۍ نښتې شوې وې.

دکورنیو چارو وزارت منلې چې طالبانو سره په جګړه کې ۲۰افغان امنیتي سرتیري،۵۴طالبان اؤ پینځه عام وګړي وژل شوي اؤ د امنیتي سرتیرو په ګډون ۷۵ کسان پکې ژوبل شوي چې زیاتره دسیمې عام خلک دي.

د وزات په اعلامیه کې ویل شوي چې دافغان امنیتي ځواکونو په هوایي اؤ زمکنیو عملیاتو کې دکندوز علي خیل،قهوه خانه،زاخیل کلی اؤ کاساخاکني سیمې له طالبانو پاکې کړل شوي اؤ طالبان دیادو سیمو څخه پشا شوي دي.

طالبانو لا تر اوسه ددې حکومتي دعوؤ په اړوند خپل غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو په کندوز دا تازه بریدونه په داسې حال کې کړي وؤ چې په قطر کې افغان سولې دپاره امریکایي استازی زلمی خلیلزاد اؤ طالب مشران دسولې دنهم پړاؤ په خبرو بوخت وؤ.

زلمي خلیلزاد په ټوئټر لیکلي هغه طالبانو سره دکندوز د بریدونو په اړوند هم خبرې کړي اؤ هغوئ ته یې ویلي چې باید افغان دولت سره دامن په ټینګښت کې کمک وکړي

په تیرو درېوؤ کلونو کې دا دریم ځل دی چې طالبانو دکندوز دمرکز نیولو دپاره پراخه بریدونه کړي اؤ‌‌ په کابل ۲۰۱۵ م کې یې ترڅو ورځو دپاره کندوز ښار نیولی هم ؤ خو هرځل بیا طالبان ددغه مهم ستراتیژیکي ښار څخه پشا تمبول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG