لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان:خبرو اترو نه دصدر ټرمپ دپشا کیدو پرېکړه به تر ټولو زیات زیان امریکا ته ورسوي


Afghanistan Peace Talks
Afghanistan Peace Talks

دامریکایي صدر دانلډ ټرمپ لخوا طالبانو سره دسولې دخبرو ودرؤلو داعلان نه وروسته طالبانو ویلي دصدر ټرمپ دا پرېکړه به ترچا زیات تاوان پخپله امریکا ته ورسوي.

دطالبانو لخوا تیره اوونۍ کابل کې په یوه بمي چاودنه کې دګڼو بېګناه خلکو د وژل کیدو وروسته د شنبې په ورځ امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ په ټوئټر لیکلي وؤ چې "که دوی (طالبان) د سولې په دې مهمو خبرو کې په اوربند موافقه نشي کولای او حتی ۱۲ بې ګناه کسان وژني نو دوی د یوې معنی لرونکې تړون لپاره د مذاکراتو توان هم نه لري. نورې څو لسیزې به دوی جګړه کوي؟"

خو طالبانو دصدر ټرمپ ددغو څرګندونو په غبرګون کې دیکشنبې په ورځ پخپله یوه اعلامیه کې ویلي چې د توافقنامې تر لاسلیک مخکي په یوه برید عکس العمل ښودل، نه د حوصلې او نه هم د کومې تجربي ښودنه کوي

طالبانو ویلي موږ له امریکایې مذاکراتي ټیم سره ګټور مذاکرات درلودل او توافق نامه نهایې شوه، د امریکا مذاکراتي ټیم تر پرونه پوري له شویو پرمختګونو راضي و او خبرې مو په ښه فضا کې پای ته ورسولې، دواړه لوري د توافقنامې د اعلان او لاس لیک لپاره په تیاریو بوخت و.

طالبانو پخپله دې اعلامیه کې واضحه کړې چې د توافقنامې تر لاسلیک او اعلان وروسته مو د رواني سپتمبر میاشتي ۲۳ نیټه د بین الافغاني مذاکراتو د ناستي لومړۍ ورځ ټاکلې وه اؤ د سیمي او نړۍ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو هم د دې پروسې ملا تړ کړی و.

دطالبانو په وینا “اوس چې د امریکا جمهور رئيس ټرمپ سره د مذاکراتو د بهیر درول اعلان کړل، دا به ترهرچا ډیر تاوان په خپله امریکا ته ورسوي، اعتبار به یې زیانمن، د سولې ضد دریځ به یې نور هم نړۍ ته ښکاره، د سر او مال زیان به یې زیات او په سیاسي تعامل کې به یې کردار متزلزل معرفي کړي”

طالبانو زیاته کړې چې د مذاکراتو په جاري ساتلو سره هغوئ نړۍ ته ه ثابته کړه چې جګړه د نورو لخوا پرموږ تپل شوې، او که د جګړې پرځای د تفاهم لاره خپله شي، موږ تر پایه ورته ژمن یو.

صدر ټرمپ پخپل ټوئټ‌کې دا هم لیکلي وؤ چې ” ټاکل شوې وه چې نن د طالبانو مشران او افغان ولسمشر اشرف غني امریکا ته راشي او له ما سره په کمپ ډېوېډ (د مېرېلېنډ په پوځي هډې) کې وګوري خو ما دغه لیدنه کنسل کړه”

امریکا ته دطالب مشرانو د ورتګ خبره له مطبوعاتو پټه ساتل شوې وه خو طالبانو اوس پخپله اعلامیه کې ددغه سفر په اړوند ویلي چې “د امریکا ته دصذر ټرمپ له لوري د ورتګ بلنه ډاکټر زلمی خلیلزاد د اګست د میاشتي په وروستیو کې راکړه موږ یاد سفر په دوحه کې د توافقنامې تر لاسلیک پوري ځنډولی و”

طالبانو ویلي هغوي شل کاله مخکي هم د تفاهم غږ کړی و نن یې هم هغه دریځ دی او باور لري چې امریکا یې جهت به بیرته همدې دریځ ته راځي.

دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ د سولې دخبرو دا روانه لړۍ وروسته له هغې ځنډلې چې دتیرې یوې اوونۍ په مهال طالبانو کابل کې دوه ستر بریدونه وکړل اؤ‌ په دغو بریدونو کې په لسګونو کسان مړه اؤ‌ ژوبل شول.

تر دې وړاندې افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو دعوه کړې وه چې افغانستان کې دسولې دپاره دواړه خواوې یو غوڅ تړون ته رسیدلي اؤ‌زلمي خلیلزاد ددغه تړون جذئیات دافغان دولت سره هم شریک کړي ؤ

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG