لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:طالبانو ناسم فکر وکړ،هیڅکله دا ملت په زور نه تسلیمېږي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي د سولې طرحه افغاني ده او عملي کول به یې هم افغاني وي"موږ د سولې په اړه ملي، سیمه ییزه او بین المللي اجماع رامنځته کړه او شرایط مو ورته برابر کړل،خو طالبانو ناسم فکر وکړ، هیڅکله دا ملت په زور نه تسلیمېږي"

د دوشبنې په ورځ د ملي امنیت عمومي ریاست د سرپرست احمدضیا سراج د معرفي په مراسمو کې د وینا په مهال ښاغلي غني وویل "که چېرې موږ د حقایقو په رڼا کې په عزت خبرې کوو، ددې معنا کمزوري نه ده، زموږ لاره واضح ده. موږ پایداره او باعزته سوله انتخاب کړې او بېرته پر شا نه ګرځو"

دا په داسې حال کې ده چې دامریکا صدر ډانلډ‌ ټرمپ پرون یو وارې بیا ویلي چې طالبانو سره یې خبرې ختمې کړي اؤ طالبانو اوس خپله تېروتنه منلې ده.

خو دصدر ټرمپ دڅرګندونو برعکس دمذاکراتو په ودرولو خپل غبرګون کې طالبانو جګړې ته د دوام ورکولو هوډ څرګند کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دصدر ټرمپ ددې پرېکړې تر ټولو زیات زیان به پخپله امریکا ته رسیږی

اشرف غني وویل"د سولې مالکین، طرحه کوونکي او عملي کوونکي افغانان دي. له ما چې هر ډول قرباني غواړئ حاضر یم، خو د افغانستان اسلامي جمهوریت د معاملې وړ نه دی او همداراز اساسي قانون او د دې هیواد د ښځو او نارینه ؤ اساسي حقوق د معاملې وړ نه دي"

هغه وویل، یو ازاد ملت باید تل په ازاد ډول خپل تصمیمونه ونیسي. موږ مختلف نظامونه تجربه کړل، په میراث د راپاتې څلویښت کلن بحران د حل یوازینۍ لار د اساسي قانون تطبیق او د ټاکنو ترسره کېدل دي.

تیره اوونۍ کابل کې په یوه بمي چاودنه کې دیو بهرني عسکر په ګډون د۱۲ؤ کسانو د وژل کیدو وروسته دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ دتیرکال راهسې طالبانو سره په قطر کې دخبرو روانه لړۍ ودرولې ده.

د دوشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته صدر ټرمپ ویلي "طالبانو په کابل کې ۱۲ کسان ووژل چې د سولې په خبرو کې خپل ځان برلاسي وساتي. دوی له ماسره دا (چل) نشي کولای"

افغان سولې دپاره امریکایي استازی هم واشنګټن ته رسیدلی اؤ دنړیوالو رسنیو راپورونه وایي چې هغه به ډير زر د صدر ټرمپ اؤ دهغه دانتظامیې نورو مشرانو سره لیدنو کې هغوئ دهاغو پرمختګونو نه خبرکړي چې افغانستان کې دسولې په اړوند کړي وؤ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG