لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا دنائن الیون بریدونو کې دککړ سعودي شخص دنوم مخې ته د راوړلو اعلان کړی


دامریکا دانصاف محکمې اعلان کړی چې دنائن الیون په ترهګریزو بریدونو کې په شکمنه توګه د ککړ سعودي شخص نوم به ډیر زر مخې ته راوړي.

امریکایي محکمه کال۲۰۰۱کې د۱۱ستمبر ترهګریزو پېښو کې د سعودي حکومت دلاس لرنې په اړوند دبیلابیلو عریضو اوریدنه کوي .

د زیارت په ورځ ددې اوریدنې په مهال دامریکې سرکاري وکیلانو ویلي چې اټارني جنرل یا لویې څارنوال ولیم بار ټاکلې وه چې هغه به د ریاستي رازونو نه پرده نه پورته کوي اؤ په دې بریدونو کې دککړ تن نوم به یوازې اړونده وکیلانو ته ښایي.

دامریکا دانصاف دمحکمې له لوري دنائن الیون بریدونو کې دککړ تن دنوم مخې ته د راوړلو له اعلان وروسته واشنګټن کې د سعودي سفارتخانې په دې اعلان دخپل غبرګون ښودلو څخه ډډه کړې ده خو دسعودي عرب حکومت تل په دغو بریدونو کې دلاس لرنې تورونه رد کړي دي.

دنائن الیون بریدونو کې دسعودي عرب دککړتیا په اړوند دوسیه کال ۲۰۰۳م کې امریکایي محکمې ته وړل شوې وه اؤ په دغه موضوع وروسته له هغې مطبوعاتو کې تاوده بحثونه شوي وؤ کله چې کانګریس ترهګرۍ کې دککړو بهرنیو دولتونو په ضد دقانوني ګامونو اسانولو اړوند یو نوی قانون جوړ کړی ؤ.

ددې دوسیې مدعي دامریکا دپلټنو د ادارې ایف بي ایي دکال ۲۰۱۲م په راپور کې ورکړل شوي هغه معلومات ترلاسه کول غواړي چې پکې د دوؤ سعودي شخصیاتو دنائن الیون بریدونو کې دلاس لرنې یادؤنه شوې ده.

دایف بي ایي د راپور له مخې ایف بي ایي د دوؤ سعودي چارواکو عمرالبعومي اؤ فهد التمیري څخه پلټنې کوي،په راپور کې دیو دریم هغه بې نومه تن دکړتیا ثبوتونه هم ورکړل شوي چې سعودي چارواکو ته یې دالوتکو دتښتوونکو سره دمرستې امر کړی ؤ.

په کال ۲۰۰۱کې د۱۱م ستمبر په سحر دامریکا بیلابیلو هوایي اډو څخه ترهګرو څلور الوتکې هائی جیک کړې یا د وسلې په زور تښتولې وې چې وروسته یې دغه الوتکې د یویارک د دوؤ دنګو ودانیو ورلډ ټریډ سینټر اؤ پیناګان په ګډون پنسلوانیا کې دخپلو اهدافو سره ټکر کړې وې.

په دغو بریدونو کې شاوخوا درې زره کسان وژل شوي وؤ چې پړه یې القاعده په غاړه اخستې وه

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG