لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني ملاهېبت الله ته:راشه ځان کاندید کړه،دکمپائن شرائط به درته زه برابر کړم


افغانستان ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا طالبانو ته مخ په مخ د سولې دخبرو وړاندیز کړی اؤ ویلي یې دي چې که ملاهیبت الله ځان کاندید کړي هغه به ورته پخپله ټول افغانستان کې دکمپاین دپاره زمینه مساعده کړي.

دجمعې په ورځ‌ یوې غونډې ته پخپله وینا کې دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني وویل،په تیره یوه اونۍ کې نږدې ۲۰۰۰ طالب وسله وال وژل شوي اومسئولیت یې طالبانو دسیاسي ډلې پرغاړه دی ځکه چې که چرې هغوئ اوربند منلی ؤ نو یو تن به یې هم نه وژل کیدلو.

ښاغلي اشرف غني وویل افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دامهال پیاوړي شوي او۹۸ فصیده عملیات افغان پوځیان په مسقله توګه په خپله ترسره کوي.

نوموړي وویل سوله دافغانستان دټولو خلکو غوښتنه ده اؤ باید سوله له کلیو او بانډو باید پیل شي.

هغه وویل دسولې لپاره منظمه طرحه او کلیدي مدیریت په واک کې لري.

داشرف غني په وینا "طالبان په دې پوهه شوي چې دسولې اخري فیصله په ارګ کې کیږي ،راشئ ارګ ته دافغانستان سره کښینئ او له منتخب ولسمشر او دافغانستان له منتخب ولس سره کښینئ"

هغه وویل"که ملا هیبت الله حاضر دی چې دافغانستان ولس سره وغږیږي داګز او دا میدان ،خو راشه ځان کاندید کړه او په ټول افغانستان کې به شرایط درته برابر کړم چې کمپاین وکړې"

ولسمشر اشرف غني دطالبانو مشر ملا هیبیت الله اخند ته په مخاطبه وویل "ضرور ده چې مونږ به سره دسولې خبرو ته کښینو اما حساب دې باید واضح وي چې بې له انتخاباتو نه جمهوریت په خطر کې دی"

اشرغني وايی دافغانستان د روانې جګړې په تړاو یې دافغان علماؤ وروستی فتوې ته درناوی وکړو او دعلماؤ د غوښتنې په اساس یې اوربند وکړ خو طالبانو د علماؤ هدایت ونه منلو.

ولسمشر غني وايي د ولسمشرۍ راتلونکی انتخابات په ټاکل شوې نیټه ترسره کیدونکي دي او له ټاکنو پرته جمهوریت له ګواښ سره مخامخ کیږي او پر ولس یې غږ وکړ چې په راتلونکو انتخاباتو کې په پراخه کچه ګډون وکړي .

اشرف غني وویل افغان دینی علمان دافغانستان ستره پانګه ده او او دسولې او امن په تړاو چې هغوئ کومه فتوا ورکړې وه اصولي او شریعي وه خو دپاکستان فتوا فرمایشي وه .

نوموړی وايي افغان علماؤ دولت ته نصیحت وکړو او طالب ته یې هدایت وکړو ما نصیحت ومنلو او په دریو ورځو کې مې اوربند وکړ.

ولسمشر اشرف غني وایي دانتخاباتو په پایله کې راتلوونکی مشروع حکومت کولی شي چې له طالبانو سره په قوي موقف دسولې خبرې د جوړې شوې طرحې له مخې عملي کړي .

دامریکا او طالبانو ترمنځ دسولې خبرې دامهال دریدلي دي خو په افغانستان کې دولسمشرۍ د راتلوونکو انتخاباتو لپاره دکاندیدانو کمپاینونه روان دي او ټاکل شوې چې دا انتخابات ۱۴ ورځې وروسته ترسره شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG