لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان دولت:دطالبانو څخه ازادو کړل شوؤ ولسوالیو کې به هم ټاکنې وشي


دافغانستان ددفاع وزارت وایي په دې وروستیو کې یې چې دطالبانو څخه کومې اته ولسوالۍ بیرته نیولي ښایي په هغې کې هم د ولسمشرۍ راتلونکو ټولټاکنو ته زمینه مساعده شي.

دکورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي چې دټاکنو امنیت دپاره په ټول افغانستان کې ۷۲۰۰۰ امنیتي ځواکونه چمتو کړل شوي اؤ ۳۰۰۰ نور به تیار ولاړ وي تر څو د ضرورت په وخت ترې استفاده وکړل شي.

دامریکا غږ اشنا څانګې د راپور له مخې د ولسمشرۍ دټاکنو دباره به په ټول افغانستان کې به ۴۹۴۹ انتخابي مرکزونه فعال وي دټاکنو کمیسیون ددې ټاکنو دپاره ۱۱میلیونه اؤ درې لکه د رائیو ورکولو پاڼې چاپ کړي دي.

په دې ټاکنو کې درائیو ورکولو دپاره نهه میلیونه اؤ شپږو لکو افغانانو خپل نومونه ثبت کړي دي.

کله چې په کال ۲۰۱۴م کې افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې کیدلی نو هغه مهال ۶۷۷۵ د رائیو مرکزونه پرانستل شوي وؤ خو سږکال ددې مرکزونو شمیره ۵۰۰۰ ته راټیټه کړل شوې چې دټاکنو کمیسیون یې علت دامن خرابه وضعه ښایي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکې د روان کال د سپټمبر په ۲۸مه نېټه ترسره کیږي چې پکې د موجوده ولسمشر اشرف غني اؤ اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په ګډون ۱۸کاندیدان برخه اخلي خو څېړونکي وایي چې اصل مقابله به د اشرف غني اؤ عبدالله عبدالله ترمنځ وي.

په تیرو ټاکنو کې هم ډاکټر اشرف غني اؤ عبدالله عبدالله دیو بل سره سخته مقابله کړې وه اؤ انتخابات د رائیو شمیره کې دجنجالونو له امله دوهم پړاؤ ته اوښتي وؤ خو وروسته چې کله عبدالله عبدالله دانتخاباتو دنتیجو منلو نه انکار وکړو نو دامریکا دبهرنیو چارو د هغه وخت د وزیر جان کیري په منځکړتوب اشرف غني اؤ ډاکټرعبدالله ګډ حکومت جوړ کړی ؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG