لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس د سفر نه وروسته د طالبانو پلاوي د ايران سفر کړی


په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند ويلي څلور کسيزه پلاوي يې د ايران سفر کړی او د دغه هېواد د لوړ پوړو چارواکو سره ليدلي او د سولې د پروسې په اړوند يې ورسره خبرې شوي دي.

سهېل شاهين ويلي د طالبانو پلاوي د ګل، دوشنبې په ورځ د ايران سفر کړی دی.

له دې وړاندې د طالبانو پلاوی ماسکو ته هم تللی ؤ.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوي په داسې حال کې د روس او ايران سفرونه کړي چې امریکې د طالبانو سره د افغانستان د سولې خبرې ودرولي دي.

طالب وياند ويلي پلاوي يې د ايراني چارواکو سره د سولې د خبرو ترڅنګ په افغانستان کې د ايران د اقتصادي پروژو په اړوند خبرې کړي او ويلي يې دي طالبان د سولې د خبرو په عمل کې په ځانګړي ډول د ګاونډي هېوادونو رول ته د قدر په سترګه ګوري.

شاهين زياته کړې د ماسکو د سفر په مهال يې پلاوي د افغانستان دپاره د روس د ځانګړي استازي زميرکابلوف او نورو چارواکو سره ليدلي او د افغان سولې د خبرو په اړوند يې ورسره خپل موقف شريک کړی دی.

طالبانو په داسې حال کې د ايران او روس سفرونه کړي چې څو ورځې وړاندې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په کابل کې د يو امریکايي پوځي او هغه سره د نورو کسانو د وژل کېدو وروسته د طالبانو سره د سولې د خبرو د ځنډولو ويلي ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG