د افغانستان په شمالي صوبه پروان کې د صدر اشرف غني په انتخابي جلسه ځانمرګي برید شوی لږ تر لږه ۲۴ تنه پکې وژل شوي او ۳۱ نور ژوبل شوي دي.
راپورونه وايي اشرف غني د ځانمرګي بريد په مهال په جلسه کې موجود ؤ خو روغ وتلی دی.
بل لور ته په کابل کې د امریکې د سفارتخانې سره نزدې هم چاؤدنه شوې خو جزیات يې لا مخې ته نه دي راغلي.
د ځايي او نړيوالو مطبوعاتو ترمخه اشرف غني نن د نهې، سه شنبې په ورځ د پروان صوبې په مرکز چريکار کې د انتخابي کمپاين جلسې ته وېنا له تللی ؤ.
ای پي خبري ادارې د پروان صوبې د ګورنر د وياندې وحیده شاهکار له قوله ویلي د اشرف غني جلسه پېل شوې وه او په لومړي سر کې چاؤدنه وشوه.
راپورونه وايي په کابل کې د امریکې د سفارتخانې سره نزدې د چاؤدنې زمه واري په سمدستي ډول چا نه ده منلې.
په کابل او پروان کې د دواړو چاؤدنو زمه واري طالبانو منلې ده.
په افغانستان کې د تشدد پېښو او د طالبانو پرضد د افغان او نړيوالو ځواکونو عملياتو په داسې حال کې زور نيولی چې په وروستيو کې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د طالبانو سره د سولې خبرې ځنډولي دي.
ټرمپ د طالبانو سره خبرې وروسته له هغې وځنډولې چې يو امریکايي پوځي او ورسره نور څو کسان په يوه چاؤدنه کې ووژل شو.
پرون د ګل، دوشنبې په ورځ هم په افغانستان کې یو بل امريکايي پوځي وژل شوی دی.