لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يوناما په افغانستان کې خپل حضور د بل يو کال دپاره نوی کړو


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو یا یوناما ادارې د يو کال دپاره پاتې کېدو ته مثبته رايې ورکړل شوې ده.

یوناما یا د افغانستان دپاره دملګرو ملتونو اداره به د دې شوې پریکړې له مخې د ۲۰۲۰ م کال د سپتمبر تر ۱۷م خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د چین هېواد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یا یوناما ماموریت له تمدید کیدو سره مخالفت درلود خو دا ځل یې مثبته رایه ورکړه.

د راپونو له مخې وړاندې د چین مخالفت له دې امله ؤ چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت له تمدید کیدو سره دې یو ټریلیون ډالرو ستر پروژه د یوناما د ماموریت د تمدید په پریکړه کې یاده ونه شي.

انډونيشيا او جرمني هغه هېوادونه دي چې د چین هېواد ته قناعت په ورکولو سره یې د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د ماموریت نوي کیدو ته یې په امنیت شورا کې مثبتې رایې ورکړې.

د امنیت شورا په غونډه کې د امریکا متحدو ایالتونو سفیرې کیلي کرفت د خپل هیواد په استازیتوب له افغان ولس او د افغانستان له دولت څخه ملاتړ په ډګه کړ او د دایمي سولې ټینګښت ته یې خپله ژمنتیا څرګنده کړه.

کیلي کرفټ ویلي د ملګرو ملتونو امنیت او دملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت به دسولې ،ثبات او دبشري حقونو دلاپراخیتا په برخو کې درافغانستان د خلکو او ملت ترشا ودریږي او ملاتړ یې کوي.

د امنیت شورا پرونۍ غونډې ته په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ژنګ چون هم وینا درلوده او ویلي دي چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته باید ځانګړې توجه وشي.

نوموړي چې د امنیت شورا مسودې ته یې مثبته رایه وکاروله د افغانستان د سولې او ټکاو لپاره یې اقتصادي وده مهمه وګڼله او په وینا یې هیڅوک د دې حق نه لري چې دافغان وګړود ښه ژوند کولوپه چارو کې خنډونه رامنځته کړي.

روس چې دا مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشر تابه پر غاړه لري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت نوي کیدو ته د ټولو هېوادونو لخوا د مثبتې رایې له ورکولو هرکلی کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG