لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زابل:ځانمرګي برید کې ۱۵کسان وژل شوي،۶۶ ژوبل


دافغانستان د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې دملي امنیت د ودانۍ اؤ د ولایتي روغتون ترڅنګ د پنجشنبې په سحر یو موټري بمي برید شوی چې پکې دکورنیو چارو د وزارت په وینا د دوؤ پولیسو په ګډون ۱۵ تنه ولسي خلک وژل شوي او ۶۶ نورټپیان شوي دي.

دکورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي دپیښې دتلفاتو په اړوند په ټوئټر لیکلي چې چې دې ځانمرګي برید کې ۱۵ کسان وژل شوي اؤ‌۶۶ نور ژوبل دي خو د زابل والي بیا دمړو شمیره ۱۰ اؤ د ژوبلو شمیره ۹۰ ښودلې ده.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال امریکا غږ ډيوه سره په خبرو کې وویل دمازدا موټر په وسیله ځانمرګۍ برید نن سهار ۶ بجې د ولایتي روغتون او دملي امنیت ریاست د ودانۍ ترڅنګ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه وژل شوي او ټپيان ټول ولسي خلک ،د ولایتي روغتون ډاکټران اؤ په روغتون کې بستر شوي ناروغان دي.

نوموړی وايي زابل همدا یو ولایتي روغتون درلود چې په دې برید کې له منځه تللی خو دپیښې ټول قربانیان شخصي روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د زابل والي ښاغلي رحمت الله یارمل برید کې د لسو کسانو د وژل کیدو اؤ ۹۰ کسانو د ژوبل کیدلو پخلی کړی دی خو د زابل د ولایتي شورا مشر عطاء جان بیا برتانوي خبري شبکې بي بي سي ته ویلي چې هغوئ تر اوسه ۲۰مړي اؤ ۵۰ټپيان روغتون ته رسولي دي.

هغه دعوه کړې ده چې لا هم ډير مړي اؤ‌ زخمیان د خاورو اؤ ګټو لاندې ګیر دي .

سرچینې وایي برید کې د ولایتي روغتون په بشپړ ډول د ړنګیدو له امله ددې پېښې د قربانیانو په علاج کې سختې ستونزې رامنځته شوي اؤ اکثره خلک په پېښه کې ژوبل کسان شخصي روغتونونو ته وړي چې دغلته ورته دعلاج غوره اسانۍ نه ترلاسه کیږي.

د زابل د ولایتي شورا مشر اندېښنه ښودلې که چرې په چاودنه کې ژوبلو کسانو ته د کندهار نه روغتیایي مرستې ونه رسیږي نو د مړو شمیره به ډيره سیوا شي.

خو دزابل د والي ویاند بیا وايي یو شمیر هغه ټپیان چې درملنه یې په زابل کې ناشونې وه دکندهار ولایت ته د درملنې لپاره لیږدول شوي او یو شمیرامبولانسونه له کندهار څخه رارسیدلي او دټپیانو د لیږد لړۍ روانه ده.

سیال وايي چاودنه ډيره قوي وه او نزدې کورونو ته یې هم زیان اړولی دی او یو شمیر ولسي خلک په خپلو کورونوکې هم ټپیان شوي دي.

طالبانو ددې برید پړه پغاړه اخستې اؤ دعوه یې کړې ده چې هغوئ غوښتل دې برید کې دملي امنیت ریاست په نخښه کړي.

سرچینې وایي‌ په برید کې دملي امنیت درې مامورین هم ژوبل شوي خو تر اوسه په دقیق ډول نه ده معلومه شوې چې پېښه کې څومره کسان وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي؟

په دې وروستیو کې چې امریکا طالبانو سره دسولې خبرې ودرولي افغانستان کې طالبانو دخپلو ترهګریزو بریدونو لړۍ بیا چټک کړې اؤ سه شنبې په ورځ هم په دوؤ بیلابیلو سیمو کې د چاودنو له امله ۴۸کسان وژل شوي اؤ‌ په شلګونو نور ژوبل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG