لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا سعودي عربستان ته نوي سرتیري استوي


واشنګټن: د امریکا د دفاع وزارت یا پېنټګان د جمعې په ورځ خبر ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سعودي عربستان د هوايي ځواک د ملاتړ لپاره د امریکايي ځواکونو له استولو سره موافقه وکړه.

د رویټرز خبري ادارې د راپور له مخې، په یوې مناسبې اندازې سرتیري به وګمارل شي او دفاعي بڼه به ولري.

اسوسېټېد پرېس خبري اداره لیکي، چې دغه نوي امریکايي سرتیري سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ته استول کېږي.

د امریکا لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ ویلي دي، چې ددغو سرتیرو شمېره به زرګونو ته و نه رسېږي خو بیا یې هم نور جزیات نه دي ورکړي.

سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ته د نویو امریکايي سرتیرو د استولو دغه خبر یوه اونۍ وروسته له هاغې رامنځ ته شو چې د سعودي عربستان د تېلو په چاڼځایونو باندې برید وشو او د یمن هوسي یاغیانو یې پړه په غاړه واخېستله.

امریکايي چارواکي ددغو بریدونو تر شا د ایران لاس بولي خو ایران دغه تورونه نه مني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG