لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:طالبان دبهرنیو تروریستانو کوربه توب کوي


دافغانستان ولس مشر ښاغلي اشرف غني هلمند کې دعملیاتو په مهال د ملکي وګړو په زیانمن کیدلو خواشیني ښودلې خو وایي د ملکي تلفاتو اصلي عاملین طالبان دي چې تل یې د خلکو له کورونو او کلیو څخه د سپر په توګه استفاده کړې ده.

تیره ورځ دهلمند د ولایتي شورا غړو دعوې کړې وې چې ددغه ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې دیو واده په مراسمو د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې شاوخوا ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ددغه پېښې په اړوند ویل شوي لومړني راپورونه ښایي هلمند کې پر داخلي او بهرنیو تروریستانو د عملیاتو پر مهال د دوی یو شمېر ځالې له منځه وړل شوي، خو په ډېرې خواشینۍ سره چې یو شمېر ملکي وګړي هم پکې وژل شوي دي.

ولسمشر اشرف غني ویلي "ملکي تلفات د جنګ له بدبختیو څخه یوه ده چې ما او د حکومت نورو مسوولینو ته د منلو او زغم وړ نه ده او باید د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي په موخه لا زیات تدابیر ونیول شي"

ولسمشر ویلي طالبان باید د جنګ له دوام او د خلکو له وژلو لاس واخلي او افغان حکومت سره دې د سولې مذاکراتو ته کیني.

ښاغلي غني په دغه پېښه کې د ملکي وګړو په وژنه سخته خواشیني ښودلې او د هلمند والي ته یې د یادې پېښې د هراړخیزې څېړنې په موخه د یو پلاوی د ټاکلو امر کړی ترڅو خپلې موندنې ژر له حکومت سره شریکې کړي.

یو شمیر افغان چارواکو دعوې کړي چې دهلمند په بمباریو کې طالبان اؤ دهغوئ بهرني وسله وال وژل شوي خو طالبانو هم پرون رسنیو ته پخپل یو لیږلي بیان کې ویلي چې بمباریو کې ټول ملکي خلک وژل شوي دي.

د روان کال د اپریل په میاشت کې ملگرو ملتونو په خپل پو رپورټ کې ویلي وؤ چې د سږ کال په لومړیو دریوؤ میاشتو کې په افغانستان کې د وسله والو پرځای د افغان او نړیوالو ځواکونو دلاسه ملکي کسانو ته زیات تلفات اوړېدلې دي.

په تېرو څو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې ملکي کسانو ته د اوړېدلې زیاتې مرګ ژوبلې ذمه واري په افغان او نړیوالو ځواکونو اچول شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG