لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د کشمير په سر د هندوستان سره جنګ کېدی شي


واشنګټن ــــ اېسوسيټډ پرېس وايې عمران خان د نهې په ورځ په نيويارک کې ښه په ډاګه وېل چې په کشمير کې د هندوستان لخوا د روان زور زياتي په سر د دواړو هېوادونو ترمينځه جنګ کېدی شي، نوموړي اوېل،

"له تېرو ۵۰ ورځو رهسې کشميري اولس د ۹۰۰۰۰ هندي ځواکونو په ګېره کې دی، هغوي په زوره نيول کېږي، هسپتالونه بند دي او ميډيا هم په ټپه بنده ده، او په نن سبا وخت کې نهه ميلينه خلک په يو لوي ځندان کې ښکېل دي او ترټولو لويه اندېښنه دا ده چې که کرفيو اوچته شوه نو د ۹۰۰۰۰ هندي پوځونو په وړاندې به لوي قتل عام اوشي"

د پاکستان او هندوستان ترمينځه تر اوسه درې لوي جنګونه شوي چې دوه پکې د کشمير په سر شوي. د هند وزيراعظم نرېندرا مودي ، چې عمران خان ورته نسل پرست وايي ، د اګست په پينځمه نېټه د کشمير نيم خپلواکه حېثيت ختم کړی اودغلته يې درنه پوځي کرفيو لګولې او هر قسمه رابطې يې تړلي دي.

د هندوستان د دغې ګام په ضد زياتره کشميريانو احتجاجونه کړي خو وزيراعظم مودي د خپلې فېصلې دفاع کړې او ويلي يې دي دغه سيمه يې د بېلتون غوښتونکو نه خلاصه کړې ده.

پاکستان د هند د دغې فېصلې په ضد سخت غبرګون ښودلی او د هندوستان سره يې په لويه کچه سفارتي اړيکې تړلي دي.
د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ د وزيراعظم عمران خان سره د ليدو وروسته ويلي وو دا به ښه وي چې دواړه هېوادونه د کشمير په سر خپله کشاله د خبرو اترو د لارې حل کړي.
خو وزيراعظم عمران خان ويلي د کشمير کشاله يې په نړيواله کچه پورته کړې ده او د هندوستان د وزيراعظم مودي سره يې په ليدو کتو کې هېڅ دلچسپي نه ده ښودلې، نوموړي ويلي،

" له بده مرغه نن سبا په هندوستان د يو نسل پرست حکومت دی د يو هندو تندروه ډلې ، چې مسلمانان بيخي د هند وګړي نه ګڼي"

په ملګرو ملتونو کې د هند سفير سيد ابرارالدين په ورستيو کې په خپله يو مرکه کې د مودي او عمران دليد کتو امکان رد کړی او ويلي، د دواړو مشرانو ملاقات لپاره ماحول سمول غواړي"

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د هند پوځ د مشر بپن راوت دغه دعوې هم رد کړي چې ګنې د پاکستان د ولقې لاندې کشمير کې ۵۰۰ وسله وال په هندوستان ورننوتلو ته تيار دي، وزيراعظم عمران خان اوېل،

"پاکستان ته به څه ګټه ورسي چې هلته ترهګر وليګي چرته چې ۹۰۰۰۰ پوځيان مېشت دي، په داسې کولو خو د دغه ځآېې په خلکو زور زياتی نور سېوا شي".

نوموړي ويلي د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ په غوښتنه يې د ايران د صدر حسن روحاني سره خبره کړې چې د دواړو ترمينځه تاؤ تريخوالی کم شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG