لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو په ګواښونو اؤ دسیاستمدرانو په تورونو کې دافغانستان صدارتي ټاکنې دشنبې په ورځ کیږي


په افغانستان کې دصدارتي ټاکنو دپاره روان کمپائن دطالبانو دګواښونو اؤ بریدونو په ترڅ کې سرته رسېدلی اؤ ټاکل شوې ده دشنبې(خالي په وځ) به دنهو میلیونو نه زیات افغانان دخپلو رائیو دلارې د هیواد واک دخپلې خوښې ولسمشر ته وسپاري.

داشرف غني دمخالفو کاندیدانو تورونه

دصدارتي ټاکنو نه وړاندې د ولسمشر اشرف غني مخالفو کاندیدانو په هغه تور لګولی چې دټاکنو دکمپائن پرمهال یې دولتي وسائل پخپله ګټه کارولي‌ خو که چرې ټاکنو کې ټګي وشوه نو نتیجې به یې هغوئ ته دمنلو وړ نه وي.

خو د اشرف غني ویاند وایي ټاکنې به پخپل وخت کیږي اؤ باید سیاستمداران د ټاکنو په اړوند ولس کې دشک پیدا کولو پځائ خلک ټاکنو کې ګډون ته وهڅوي.

دوه ورځې وروسته په کېدونکو صدارتي ټاکنو کې په دویم وار کاندید عبدالله عبدالله د اشرف غني تر ټولو ستر رقیب ګڼل کیږي اؤ هغه تورونه لګولي چې اشرف غني ټولټاکنو کې دبائیلات په لار روان دی اؤ هڅه کوي چې په ټګۍ دا ټولټاکنې وګټي خو هیڅکله به هغه ټګۍ کولو ته پرې نه ښودل شي.

دکال ۲۰۱۴م ټولټاکنو کې هم اشرف غني اؤ ډاکټر عبدالله دیو بل سخت مخالف کاندیدان وؤ اؤ چې کله دټولټاکنو خپلواک کمیسیون اشرف غني بریالی وګرځولو نو عبدالله عبدالله دټولټاکنو دنتیجو نه منلو اعلان وکړو.

وروسته بیا دامریکا دهغه وخت دبهرنیو چارو وزیر جان کیږي اشرف غني اؤ عبدالله عبدالله پخپلو کې سره پخلا کړل اؤ په ګډ حکومت کې اشرف غني دصدر اؤ عبدالله د اجرائیه رئیس کرسۍ سمبال کړه.

نړیوالې خبري شبکې ای پي افغانستان کې په کېدونکو ټولټاکنو کې یو بل مهم نوم دګلبدین حکمتیار اخستی څوک چې دخپلو وسله والو لښکرو په ملتیا دکال ۲۰۱۵م پورې دافغان دولت اؤ‌ بهرنیو ځواکونو په ضد دبهر څخه جنګیدلی خو په دې وروستیو کلونو کې افغان دولت سره دسولې دیوې موافقې په نتیجه کې کابل ته ستون شو اؤ اوس یې ځان صدارتي کاندید کړی.

ایا حکمتیار به دطالبانو لار ونیسي؟

دحزب اسلامي په نوم دسیاسي ګوند دې مشر خو بیا باقاعده ګواښ کړی چې که ټولټاکنو کې ورسره ټګي وشوه نو هغه به” د نورو لارو “په خپلولو مجبوره شي

هغه ویلي ټولټاکنو کې ټګي به طالبانو سره دمرستې په معنا وي ځکه چې دټګیو له امله به سیاسي ګوندونه دطالبانو دلارې په خپلولو مجبوره شي.

خو د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي چې ټاکنې به پخپل وخت اؤ د ټګۍ نه پاکې کیږي اؤ سیاستمداران باید خلکو کې دشکونو پېدا کولو پرځائ ولس دې ټاکنو کې پراخه ګډون ته وهڅوي.

څومره افغانان به خپلې رایې وکاروي؟

دافغانستان دټولټاکنو دکمیسیون دیو راپور له مخې د ولسمشرۍ دټاکنو دباره به په ټول افغانستان کې۴۹۴۹ انتخابي مرکزونه فعال وي اؤ دټاکنو کمیسیون ددې ټاکنو دپاره ۱۱میلیونه اؤ درې لکه د رائیو ورکولو پاڼې چاپ کړي دي.

په دې ټاکنو کې درائیو ورکولو دپاره نهه میلیونه اؤ شپږو لکو افغانانو خپل نومونه ثبت کړي دي.

په ۲۷م ستبمر کېدونکو دې ټاکنو کې داشرف غني، عبدالله عبدالله اؤ ګلبدین حکمتیار په ګډون ۱۸کاندیدان برخه لري خو څېړونکي وایي چې اصل مقابله به د اشرف غني اؤ عبدالله عبدالله ترمنځ وي.

دطالبانو ګواښونه اؤ امنیتي تدابیر

طالبان دټاکنو دپروسې څخه بهر پاتې شوي اؤ ګواښ یې کړی چې هغوئ به دبریدونو دلارې دټاکنو پروسه تاله ترغۍ کوي خو دکورنیو چارو وزارت وایي دټاکنو امنیت دپاره په ټول افغانستان کې ۷۲۰۰۰ امنیتي ځواکونه چمتو کړل شوي اؤ ۳۰۰۰ نور به تیار ولاړ وي تر څو د ضرورت په وخت ترې استفاده وکړل شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG