لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان: عدالت د مذهب د سپکاوي په تور سزاوار بنديوان تن ۱۸ کاله وروسته بري کړی دی
تازه خبر

پاکستان: عدالت د مذهب د سپکاوي په تور سزاوار بنديوان تن ۱۸ کاله وروسته بري کړی دی


د پاکستان سترې محکمې د مذهب د سپکاوي په تورنه مقدمه کې د مرګ سزاوار شوي تن وجيهـ الحسن بري کړی دی.

عدالت فېصله اورولې چې د تورن تن پرضد استغاثې د مذهب د سپکاوي په تور ثابتولو کې پاتې راغلی دی.

په وجيهـ الحسن نومې تن باندې په کال ۱۹۹۹ کې د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی ؤ.

د جسټس سجادعلي شاه په مشرۍ د درې کسيزه ججانو بنچ د مذهب د سپکاوي د دې مقدمې د سزا پرضد د خواست اورېدنه کړې ده.

حسن د اسماعيل قرېشي نومې بل تن په خواست نيول شوی ؤ، هغه په حسن تور لګولی ؤ چې ده ته يې لېږلي او په هغې کې يې د مذهب سپکاوی کړی دی.

وجيهـ الحسن ته بيا د لاهور سيشن عدالت په کال ۲۰۰۲ کې د مرګ سزا اورولې وه.

د يادې فېصلې پرضد په لاهور هايکورټ کې خواست شوی او په کال ۲۰۰۸ کې د لاهور هايکورټ د سيشن عدالت فېصله په ځای ساتلې وه.

له دغې وروسته د جيهـ الحسن لخوا ستري محکمې ته خواست شوی او سترې محکمې د هغه د بري کولو فېصله واوروله.

د راپورونو ترمخه د مرګ سزاوار شوي تن ته د شک په اساس ګټه رسېدلې او عدالت هغه بري کړی دی.

له دې وړاندې سپريم کورټ تېر کال د مذهب د سپکاوي په تور سزا وار شوې اسيه بي بي هم بري کړې وه.

په پاکستان کې وخت په وخت داسې خبرونه مخې ته راځي او زياتره د لږکيو پرضد د مذهب د سپکاوي تورونه لګي او مقدمې درج کول کيږي.

د مذهب د سپکاوي د قانون په اړوند د بشري حقونو ډلې ځینې داسې پوښتنې هم راولاړوي چې د مذهب د سپکاوي ماده خلک د شخصي دښمنو دپاره کاروي.

وخت په وخت په پارلیمان کې موجود قانون جوړؤنکي هم په دغه اړوند څرګندونې کوي خو په ښکاره ډول څوک هم په دې قانون خبره نه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG