لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر نجيب: د خپل کلي زمري مه وژنئ گنې د بل کلي گيدړ به مو وخوري


د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د مړينې درويشتم تلین په داسې وخت کې نمانځل کيږي چې د هغه د وژنې 23 کاله وروسته هم د طالبانو تشدد دوام لري او نړۍ ترې د سولې او ډزبندۍ غوښتنې کوي.

په ټولنيزو رسنيو د افغانستان زيات تره ځوان کوول د هغه عکسونه او ويناگانې خوروي او هغه د امن او د افغانستان د وياړ يوه څېره بولي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د وژنې کيسه او بيا هغه او د هغه د ورور شاه پور احمدزي د مړو بې حرمتي د افغان ملت نه هېرېدونکې شېبې دي. نوموړی د نن نه 23 کاله پخوا طالبانو وژلی وو.

ما د ډاکټر نجيب د ليدو يوه موقع موندلې وه خو هغه هم ما د خونړي بمي چاودنو له امله وبايلله. په کال 1988 زه او نور ملگري د پښتنو د ستر ملي مشر باچا خان د جنازې سره جلال اباد ته تللي وو. جنازې ته د هغه وخت د افغانستان ولسمشر ارواښاد ډاکټر نجيب الله هم راغلی وو. دا امکان وو چې ډاکټر نجيب د نزدې نه ووينو خو دغه موقع ځکه برابره نه شوه چې مونږ څنگه د خپلو گاډو نه کوز شو او گوريستان پله روان شوو نو په دې کې پرله پسې بمي چاودنې وشوې او بيا د ټينگ امنيتي گامونو د اوچتولو په وجه مونږ ونه توانېدو چې هغه مو ليدلی وای.

په افغان سياسي ميدان د ډاکټر نجيب سېوری:

د افغانستان سياسي تاريخ د خونړو پېښو نه ډک دی او يوه خونړۍ پېښه پکې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله وژنه هم ده چې په ظاهره يې تور د طالبانو په غاړه دی خو ولې د افغانستان بې شمېره څېړنکاران او سياستمدار د ډاکټر نجيب د وژنې تور په پاکستاني استخباراتو لگوي.

ډاکټر نجيب الله احمدزی د فرورۍ په مياشت کال 1947 کې د پکتيا ولايت په سر ښار گردېز کې زېږېدلی وو او د ستمبر په 27م کال 1996 کې په کابل کې د وژنې وروسته په گردېز کې ښخ کړل شوی دی.

ډاکټر نجيب الله په کال 1986 کې د لویې جرگې د لارې د افغانستان ولسمشر وټاکل شو چې د دې نه وړاندې د افغانستان د استخباراتو د ادارې خاد مشر وو. اقتدار ته د ختلو په وخت روسي او افغان ځواکونه په افغانستان کې د ولسي پاڅون او د پاکستان د خاورې نه د اعلان شوي جهاد خلاف په جنگ کې بوخت وو.

ډاکټر نجيب الله خپلې تعليمي زدکړې د افغانستان نه علاوه په پېښور کې هم کړې دي او د مشهورې تعليمي ادارې ايډورډز کالج زده کونکی هم پاتې شوی دی. په پاکستان کې د پښتنو د سياسي تحريک نه خبر وو چې د باچا خان په مشرۍ کې روان وو.

د ايډورډز کالج يو استاد گلزار جلال يوسفزی وايي خپل استاد پروفيسر نور محمد خان صيب ورته ويلي وو چې ډاکټر نجيب الله يې په ايډورډز کالج کې شاگرد پاتی شوی دی.

د پاکستان سياستمدار افراسياب خټک په افغانستان کې د جلاوطنۍ په وخت ډاکټر نجيب د نزدې نه ليدلی وو او ورسره ډېر نزدې پاتې شوی ډيوه ريډيو ته وايي:

" ډاکټر نجيب شهيد د افغانستان يو داسې اتل او شخصیت دی چې داسې خلک په پيړو کې پيدا کيږي. هغه يو بهادر، ذهين، وطن پاله او ولس پاله شخصيت وو او په داسې حال کې چې ورته لويه محاذ ارايي په سر وه چې د گاونډيانو او د نړيوالو ځواکونو سره په جنگ وو بيا هم د سولې او ملي روغې جوړې هڅې کولې. "

د ډاکټر نجيب ځينې مشهور سياسي او ملي شعارونه:

افغان څېړونکي وايي ډاکټر نجيب ډېره زړه راښکونکې لهجه لرله او پخوانۍ ويډيوگانې ښیي چې هغه ته به د وينا په وخت اوريدونکي ډېر متوجه ناست وو. هسې خو د ډاکټر نجيب الله ډېرې ويناوې مشهورې دي خو دوه خبرې يې ډېرې مقبولې شوې دي يوه دا چې "د خپل کلي زمري مه وژنئ گني د بل کلي گيدړ به مو وخوري. "

او په بل ځای کې يې قران شريف په لاس کې نيولی وي او پوښتنه کوي چې دا د قران په کوم ايت کې راغلي چې جنت ته لار په افغانستان ده.

په سوشل ميډيا د ډاکټر نجيب پلويان او مينه وال د هغه د ژوند سره تړلي واقعات او عکسونه خوروي چې پکې هغه تصويرونه هم شته کله چې دی ووژل شو او د خپل کشر ورور شاه پور احمدزي سره د کابل په اريانه څلورلارې کې ځوړند کړل شو.

ډاکټر نجيب الله په جلال اباد کې پاکستان او مجاهدينو ته څنگه ماتې ورکړه؟

په کال 1989 کې د روسي ځواکونو د افغانستان نه د وتلو وروسته که هر څو دا باور کېده چې د کابل حکومت به په ورځو او يا مياشتو کې سقوط وکړي خو ډاکټر نجيب په ډېرو لږو وسايلو دغه اټکلونه غلط ثابت کړل.

په دغه وخت کې ډاکټر نجيب الله ولس ته دوه وينه تودوونکي شعارونه ورکړل لکه د مثال په توگه "وطن يا کفن او يا بيا دا چې سر ورکوو خو سنگر نه ورکوو."

د روسي ځواکونو د وتلو وروستو افغان مجاهدينو د پاکستان د پوځي جنرالانو په مرسته په مارچ 1989 کې په جلال اباد غټه حمله وکړه چې د افغان ځواکونو د سخت مقاومت سره مخ شوو. د پاکستان د استخباراتي ادارې په مشرۍ کې مجاهدينو په لومړيو څو ورځو کې د کاميابۍ دعوې وکړې خو اخر دغه جنگ د افغان ځواکونو په گټه تمام شو. وطن يا کفن او سر ورکوو خو سنگر نه ورکوو شعارونو د جلال اباد په جنگ کې مهم رول ولوباوه.

د پاکستان د پوځي استخباراتي څانگې اي ايس اي پخواني مشر جنرل حميد گل چې د جلالاباد د جنگ قومانده يې کوله د پاکستان يو شخصي ټيلي وژن ته په يوه مرکه کې دا منلي وو چې د جلال اباد جنگ کې يې ماتې خوړلې وه. جنرال حميد گل دا هم ويلي وو چې جنگ يې د پاکستان د هغه وخت د وزيراعظمې بينظير بهټو په حکم پيل کړی وو.

زه په دغه وخت کې په پېښور کې خبريال وم. په جگړه کې په سلگونو مړه او ژوبل مجاهدين د پېښور هسپتالونو ته راوړل شوي وو.

په جلال اباد کې د پاکستان ماتې هم د پاکستان په کارگل کې د بلې ماتې نه کمه نه وه خو د پاکستان پوځ، ميډيا او تر ننه پورې افغان حکومتونو د ډاکټر نجيب بريا او د پاکستان ماتې باندې غلي پاتې شوي دي. هم دغه وجه ده چې د ډيورنډ دواړو غاړو ته نوی نسل په افغانستان کې د پاکستان ناکامه پوځي مهم جويي نه ناخبره دي.

افراسياب خټک وايي "نن هم د ډاکټر نجيب د امن او سولې لار داسې مفکوره ده چې امن راوستلی شي. ډاکټر نجيب لوی ملي شخصيت وو خو د افغانستان دوښمنانو دې ته نه پرېښودلو چې جنگ ځپلي افغانستان ته سوله او امن راوړي."

ډاکټر نجيب د مړينې وړاندې په کابل کې د ملگرو ملتونو په ودانۍ کې لکه د يو قيدي ژوند کاوه. کابل ته د طالبانو د ورتگ نه وړاندې، داسې ويل کيږي، هغه ته د ښار نه د وتلو د پاره ويل شوي وو خو هغه دغه وړانديز ځکه نه وو منلی چې وايي هغه باور نه کاوه طالبان به يې ووژني.

ډاکټر نجيب په زور د ملگرو ملتونو د ودانۍ نه وويستل شو، ووژل شو او د مړي يې بې حرمتي وشوه خو قبر يې شته. د دې په پرتله د هغه مخالفين تر ننه پټ گرځي او چې ووژل شي نو نه يې څوک د جنازو د مراسمو خبريږي او نه يې څلي معلوم دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG