لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکا دبهرنیو چارو وزیر اشرف غني سره دټاکنو په امنیت خبرې کړي


دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ټیلیفوني رابطه کړې او دواړه مشران په افغانستان کې د ولسمشرۍ دکېدونکو انتخاباتو پرامنیت غږیدلي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني په خپل ټویټ کې دا خبره کړې ده او ویلي یې دي له مایک پمپیو سره یې دټاکنو په امنیت او همداراز په هغې کې دخلکو په پراخ ګډون بحث او خبرې کړي دي.

دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او دولسمشر اشرف غني ترمنځ ټیلیفوني خبرې پرون د پنجشنبې په ورځ شوي دي.

دا په داسې حال ده چې دافغانستان دولسمشرۍ انتخابات سبا دشنبې یا خالي په ورځ ترسره کیږي او دافغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لارې دانتخاباتو ترپای ته رسیدو پورې تړل شوي دي.

دولسمشر اشرف غني اؤ دامریکا دبهرنیو چارو د وزیر ترمنځ دټاکنو پرامنیت او په دې ټاکنو کې دخلکو په پراخ ګډون خبرې په داسې حال شوي چې دافغانستان دکورنیو چارو وزارت ویلي دټاکنو دامنیت دخوندیتوب لپاره یې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې۷۲ زره افغان امنیتي ځواکونه ځای پرځای شوي دي او د اماده باش امر ورته شوی دی.

په ورته وخت کې وسله والو وطالبانو ویلي د ولسمشرۍ ټاکنې په حقه نه دي او تربریدونو لاندې به یې راولي او له خلکو یې غوښتي چې ګډون پکې ونه کړي.

خو افغانستان دپاره دملګرو ملتونو دعمومي منشي استازي اوړمه ورځ په قطر کې طالب مشرانو ته ویلي که دټاکنو په مرکزونو بریدونه وشي دابریدونه به جنګي جنایت وشمیرل شي او له عاملینو څخه به یې دوضاحت غوښتنه وشي.

دې سازمان په یوې اعلامیه کې له طالبانو د ولسمشرۍ د ټاکنو په مرکزونو او په رایې ورکونکو خلکو باندې دبریدونو نه کولو غوښتنه کړې ده.

دافغانستان انتخاباتو کمیسیون ویلي چې یوه ورځ وروسته به دهیواد په ۳۴ ولایتونو کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کیږي او دوی ورته بشپړ چمتوالی لري.

انتخاباتو کمیسیون ویاند مرزا محمد حق پرست امریکا غږ ډیوه ته ویلي دکورنیو چارو وزارت ورته په ټول هیواد کې له۵۳۷۳ څخه د۴۹۴۲ رایې ورکولو مرکزونو دامنیت دساتنې ډاډګیرنه ورکړې ده او۴۳۱ مرکزونه به دامنیتي ګواښ له امله تړلي پاتې وي.

حق پرست وویل دټاکنو ټولو مرکرزونو او۲۷ زره محلونو ته درایې ورکولو اړوند ټول توکي رسیدلي او له سل زره د زیاتو روزل شویو کسانو ترمدیریت لاندې به سبا دشنبې په ورځ دولسمشرۍ انتخابات پیل کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG