لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان په ملګرو ملتونو کې له هند سره د اېټمي جګړې اندېښنې څرګندې کړې


واشنګټن ــــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې د کشمیر پر سر له هند سره د ایټمي جګړې د امکان اندېښنې څرګندې کړې او ویلي یې دي مخکې له دې چې حالات نور خراب شي ملګري ملتونه دې د کشمیر د شخړې د حل لپاره خپل رول ولوبوي.

عمران خان وایي "چې کله دوه ایټمي وسله لرونکي هېوادونه یو بل ته مخامخ شي نو د جګړې اثرات ډېر ژور او له پولو بهر وي".

عمران خان پخپل تقریر کې زیاتره خبرې د کشمیر په اړه وکړې او ویې ویل چې هندوستان ترې اووه چنده غټ ملک دی او چې کله روایتي جګړه پیل کېږي نو له پاکستان سره لارې نه پاتې کېږي.

د پاکستان وزیراعظم په هېواد دننه د غریبۍ په اړه څه ونه ویل، خو په نړیواله کچه د غربت ختمولو لپاره یې غږ وکړ او ویې ویل: "که غریب ورځ په ورځ غریب کېږي او مالدار ورځ په ورځ مالداره کېږي نو ډېر زر به نړۍ له یو اقتصادي بحران سره مخ شي".

وزیراعظم پخپل تقریر کې په هېواد کې دننه د مالي مشکلاتو د ختمولو او د غربت لرې کولو لپاره هم کوم څه پلان وړاندې نه کړ. عمران خان په هېواد کې دننه خصوصاً په بلوچستان او پخوانیو قبایلي سیمو کې د بشري حقونو د سرغړونو تورونو ته کوم ځواب ونه وایه.

د هند وزیراعظم نریندرا مودي د عمران خان نه څو شېبې وړاندې د ملګرو ملتونو غونډې ته پخپله وینا کې د کشمیر په اړه هیڅ ونه ویل، بلکې نړۍ ته یې د ترقۍ خپل سوچ وړاندې کړ او په هېواد کې دننه د غربت ختمولو د ګامونو ذکر یې وکړ.

نریندرا مودي وویل چې هېواد یې د ترقۍ پر لاره روان دی او په تېرو پینځو کلونو کې 370 میلینه خلکو په بېنکونو کې خپلې کاتې پرانیستې دي.

خو عمران خان بیا پخپله وینا کې ډېرې خبرې د اسلام په تشریح او دفاع، د اسلام د پیغمبر پر ژوند، په غربي نړۍ کې د اسلام په اړه فکر، د مسلمانې نړۍ د مشرانو د ناکامیو او د اسلام او ترهګرۍ پر تړاو وکړې.

عمران خان دعوه وکړه چې د یوولسم ستمبر وروسته د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د برخې اخیستو له امله په پاکستان کې 70000 خلک وژل شوي او تر 150 اربه ډالرو نه زیات زیان شوی دی.

د پاکستان وزیراعظم وویل چې د اتیا په لسیزه کې د روس خلاف "مجاهدین" د امریکا په مالي مرسته د پاکستان پوځ تربیه کړي وو، چې موږ د "ازادۍ جنګیالي" بلل، خو روس ترهګر بلل.

د خپل تقریر په پیل کې عمران خان پر نړیوالې تودوخې خبرې وکړې او ویې ویل چې د پاکستان اتیا فیصده اوبه د کنګلونو څخه تر لاسه کېږي، خو دغه کنګلونه اوس په تېزۍ سره ویلې کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG