لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني:افغانان باید ټاکنو کې د رقم لاسوهنې اؤ ګډوډۍ مخه ونیسي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي په روانو صدارتي ټاکنو کې هیڅ رقم لاسوهنې دمنلو وړ نه دي اؤ‌ افغان ولس باید په سختۍ سره ټاکنو کې دلاس وهنې مخه ونیسي.

دشنبې په سهار افغانستان کې دصدارتي ټاکنو دپاره د رائیو ورکولو عمل پیل شوی چې داشرف غني په ګډون ورته ۱۸کسان کاندیدان دي اؤ شاوخو نهه میلیونه افغانانو د رایې ورکولو دپاره خپل نومونه ثبت کړي دي.

دټاکنو دپیل کیدلو سره سم نن سهار ولسمشر محمد اشرف غني دکابل په اماني لېسه کې د رایې ورکولو مرکز ته ورغلی اؤ دغلته یې خپله رایې وکاروله.

په دغه موقعه هغه خپلو خبرو کې ویلي نن د افغانستان اسلامي جمهوریت دوام د ولس په ازاده رایه عملي کېږي.

هغه وویل جمهوریت تېر کال زموږ په ملي قاموس کې په کلیدي کلیمه بدل شو او د افغانستان ولس جمهوریت حیاتي وباله او د جمهوریت بقا په ټاکنو کې ویني

اشرف غني څرګنده کړه، د ویاړ ځای دی چې د ټاکنو زیاته برخه د دولت له بودیجې تمویل شوې او همدارنګه یې له اروپا، جاپان، امریکا او نورو بین المللي شریکانو او د ټاکنو پروسې تمویلونکو څخه په مننې د ټاکنو د شفافیت لپاره د نړیوالې ټولنې، مدني بنسټونو او رسنیو پاملرنه، څارنه او رول مهم وباله.

ولسمشر غني وویل، سږنۍ ټاکنې د ملي یووالي په ټاکنو بدلې شوي او د رایو د بانکونو له منځه تللو سره د ولس ملي ارادې ته لا زیاته زمینه برابره شوې ده.

هغه په ټینګار سره وویل،ټاکنو کې هیڅ رقم لاسوهنه د منلو وړ نه ده. اؤ لاسوهنه د قانون خلاف عمل او جرم بلل کېږي او د ټاکنو قانون کې جرم واضح تعریف شوی.

هغه له ټولو افغانانو څخه وغوښتل چې ټاکنو کې د ګډوډۍ اؤ لاس وهنې مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه، د شکایتونو مرجع د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دی چې هر شکایت ته به رسیدګي وکړي.

ولسمشر غني وویل سوله د ولس لومړنۍ غوښتنه ده او د ټاکنو ترسره کېده د باعزته او تلپاتې د سولې تامین تامین ته چې د ولس اساسي غوښتنه ده، زمینه برابروي.

نن د شنبې په ورځ دافغانستان صدارتي ټاکنو کې د رایې ورکولو عمل پیل شوی اؤ دټاکنو خپلواک کمېسیون وايي په سر ښار کابل کې به ۵۵۸ رایې مرکزونه، په کندهار کې ۱۹۰، هلمند کې ۱۲۴، ننګرهار ۴۱۷، پکتیکا ۱۸۴، بامیان ۲۲۰، هرات ۳۲۶، بلخ ۲۹۱ او په ټول افغانستان کې به ۴۹۲۸ د رایې اچونې مرکزونه تر ماسپښېن درېوؤ بجو پورې فعاله وي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې هوا عالم نورستانۍ وییلي:"د ټاکنو پروسې د شفافیت لپاره له بایومټریک دستګاو څخه استفاده کېږي، او دغه ستګاوې، د درغلیو د مخنیوي لپاره چمتو شوي دي ."دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرو کې د شفافو ټاکنو پر تر سره کېدو ټینګار کړی و.

XS
SM
MD
LG