لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي عرب د باچا خصوصي ساتونکی په ډزو وژل شوی


د سعودي عرب د باچا سلمان بن عبدالعزيز خصوصي ساتونکی د ډزو په يوه پېښه کې وژل شوی دی، د سعودي عرب دولتي ټي وي ويلي پېښه د شخصي شخړې له امله رامنځته شوې ده.

د سعودي عرب خبري ادارې ويلي د مکې پوليسو په يو بيان کې د مېجر جنرل عبدالعزيز الفغم د وژنې پخلی کړی دی.

د العربيه خبري ادارې په ټويټر د ياد خبر څو ساعته وروسته د سعودي عرب خبري ادارې ويلي د الفغم دوست هغه وژلی دی او په ډزو د هغه يو بل سعودي او فلپاين کار کوونکي وژل شوي دي.

ويل شوي ډزې کوونکي بيا د امنيتي ځواکونو په بريد کې وژل شوی او پينځه سرتيري پکې ژول شوي دي.

عکاظ ورځپاڼې يواځې د الفغم د وژنې خبر ورکړی خو نور جزيات یې نه دي شريک کړي.

د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه د سعودي عرب چارواکو په رسمي ډول ياد خبر ته کوم غبرګون نه دی ویلی.

په سعودي عرب کې د ډزو دغه ډول پېښې ډېرې کمې مخې ته راځي ځکه چې په دغه هېواد کې سخت اسلامي قوانين په ځای دي او دغلته د مرګ او نشه يي توکيو سزا تېزندي ده.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکيو او جرمونو په اړوند د دفتر ترمخه د ۳۰ ملينه ابادۍ هېواد سعودي عرب کې په کال ۲۰۱۷م کې ۴۱۹ کسانو ته د مرګ سزا ورکړی شوې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

اسرائیل د غزې په شمال کې پوځي عملیات سېوا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG