لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: په ټېکساس کې سيک پولیس مشر وژل شوی


د امریکې په ټېکساس رياست کې د هېرس کاؤنټۍ لومړی سيک مرستيال پوليس مشر سنديپ سينګ بهاليوال په ډزو وژل شوی دی.

د پوليس د ابتدايي مالوماتو ترمخه يو سپين پوستی تن چې د زندان نه په پېرول ازاد ؤ، د ټريفک په قانون ماتولو پوليس افسر هغه ودرولو او هغه پرې بيا ډزې کړي دي.

ويل شوي دغه تن چې پوليس افسر يې په ډزو ويشتی دی د شل کاله بند سزا ورته اورول شوې او په وروستیو کې په پېرول کې ازاد کړی شوی ؤ.

د وژل شوي پوليس افسر يو ملګري مظفر صديقي ويلي د جمعې په ورځ پوليس افسر بهاليوال په ډيوټۍ موجود ؤ او د ټريفک د قانون د سرغړونې په شک کې يې دغه تن ودرولی او چې څنګه ورله پوليس افسر اسناد کتل هغه پرې د شاته نه په سر ډزې کړي دي.

ډزې کوونکی تورن تن د موقعې څخه تښتېدلی او وروسته د لګېدلې کېمرې په پېژندګلو هغه يواځې په شلو دقيقو کې نيول شوی ؤ.

د امريکې د هېوسټن ښار ابادي نزدې ۲۵ لاکه ده او د ریاست ټېکساس په دې ښار کې د پاکستان او هند په ګډون د بهرنو هېوادونو اوسېدونکي ژوند کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG