لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور هایکورټ د جبري بې درکه خلکو په مقدمه کې د ای ایس ای مشر ور بللی


واشنګټن ــــ د پېښور های کورټ د جبري بې درکو خلکو په مقدمه کې د دې هېواد د استخباراتي ادارې ای ایس ای مشر او د دوو نورو مرکزي ادارو اعلی چارواکي ور بللي دي.

د وي او اې اردو د خبر له مخې اعلی عدالت د دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت له خوا د جبري ورکو کسانو په مقدمه کې د متضادو دریځونو وړاندې کولو له امله د دواړو وزارتونو چارواکو ته امر کړی چې د اکتوبر پر 14مه عدالت ته وړاندې شي.

د پښتونخوا د مومندو اوسېدونکی انصاف شاه د 2015م کال په اپرېل میاشت کې امنیتي ادارو په جبري توګه نیولی او له ځانه سره ساتلی وو.

د انصاف شاه کورنۍ په پېښور هایکورټ کې د بشري حقونو د ژغورنې څانګې او هایکورټ ته درخواست ورکړی وو او غوښتنه یې کړې وه چې که هغه کوم جرم کړی وي عدالت ته دې وړاندې شي او که نه وي نو خوشی دې کړل شي.

پېښور هایکورټ ته د تراب خان نومي تن له خوا د ورکړل شوي درخواست وکیل رضا خان ساپي وي او اې ته وویل، چې د انصاف شاه په اړه د دوو بېلابېلو سرکاري ادارو متضاد دریځونه مخې ته راغلي دي.

د دوی متضادو دریځونو ته په کتو د پېښور هایکورټ مشر قاضي وقار احمد سېټ د دفاع وزارت، داخله وزارت او د ای ایس ای د مشر لیفټیننټ جنرل فیض حمید په ګډون ځینې نور اعلی چارواکي د اکتوبر پر 14مه د مقدمې اورېدنې ته ور بللي دي.

د انصاف شاه په مقدمه کې وکیل رضا خان ساپی وایي، د دوی دریځ دا دی چې انصاف شاه دې مخې ته راوستل شي، که بې ګناه وي خوشی دې شي او که یې څه جرم کړی وي عدالت ته دې وړاندې شي او د خپل سپیناوي موقع دې ورکړل شي.

په پېښور کې د بشري حقونو د کمېشن سیمه ییز مشر شاهد محمود هم د وکیل رضا خان ساپي د دریځ ملاتړ کړی او ویلي یې دي، ټول جبري بې درکه کسان دې عدالتونو ته وړاندې شي، د خپل سپیناوي موقع دې ورکړل شي او له قانون سره سم چلند دې ورسره وشي.

د پښتونخوا حکومت د قانون وزیر سلطان محمد خان وایي، د جبري بې درکۍ د موضوع څو اړخونه دي. وایي ځینې کسان د خپلو کورنیو ستونځو له کبله پخپله خوښه چرته لاړ شي او ځینې په جرمونو او ترهګرۍ کې د لاس لرلو له کبله چرته پټ شي، خو وایي حکومت یې هڅه کوي چې دا ستونځه حل شي او له ټولو بې درکه کسانو سره قانوني چلند وشي.

پخوانی سنېټر او د بشري حقونو د کمېشن پخوانی مشر افراسیاب خټک وایي، د دوو سرکاري ادارو له خوا د ورکو خلکو په اړه له متضادو دریځو سره د هغوی کورنۍ ناهیلې کېږي، وایي حکومت، پارلمان او عدالت باید د دې پوښتنه وکړي.

افراسیاب خټک وي او اې ته ویلي، د حکومت تر جوړولو مخکې د واکمن تحریک انصاف ګوند مشرانو ژمنه کړې وه، چې د جبري بې درکه خلکو د ستونځې د ختمولو لپاره به قانون جوړوي، وایي اوس باید پر قانون سازۍ فکر وکړي.

د پاکستان د نورو صوبو او سیمو په نسبت په پښتونخوا خصوصاً په قبایلي ضلعو او بلوچستان کې د جبري بې درکه خلکو ستونځه ډېره حساسه بلل کېږي. د همدې ستونځې د حل لپاره پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجونه پیل کړل او دعوه کوي چې زرګونه پښتانه په جبري توګه بې درکه دي.

XS
SM
MD
LG