لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګلالۍ اسماعیل د اسلام اباد عدالت له خوا د هغې د نیولو امر د ځورونې هڅه بللې


واشنګټن ــــ د پاکستان د پایتخت اسلام اباد ځایي عدالت د نهې- سه شنبې په ورځ د "قومي ادارو د بدنامولو" په مقدمه کې د بشري حقونو د مبارزې ګلالۍ اسماعیل د نیولو ناقابل ضمانت امر کړی دی.

عدالت په جاري کړي امر کې ویلي چې که تورنه د اکتوبر پر 21مه عدالت ته وړاندې نه شي نو کېدای شي چې له قانونه سرغړوونکې او فرار اعلان کړي.

ګلالۍ اسماعیل وایي، ریاست لومړی په پاکستان کې او اوس له پاکستانه بهر د دې د ځورولو هڅې کوي. هغې له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې پوښتنه وکړه، چې آیا عدالت پخوانی پوځي مشر پروېز مشرف هم اشتهاري کړی وو، که نه یواځې عام خلک اشتهاري اعلانوي:

"زما عدالت ته د جواب ورکولو څه اراده نه شته، عدالت پولیس او پوځ ټول د دوی دي چې څنګه یې د خلکو خلاف استعمال کړي، زه که هر څومره جوابونه ورکړم نه مخکې انصاف راکړل شوی او نه به بیا راکړل شي".

ګلالۍ اسماعیل وایي له خپل وکیل سره یې خبره وکړه او پر دې باندې په اسلام اباد کې د تقریر په تور مخکې له مخکې دوې مقدمې شوې دي، نو په داسې حال کې که عدالت د "پرایوېټ شکایت" په بنیاد د دې د نیولو لپاره امر کوي دا غیرقانوني عمل دی:

"عدالت دا واک نه لري چې په مخکې درج مقدمو کې پرایوېټ شکایت واخلي، زه د [سپریم کورټ] له چیف جسټس څخه غواړم، چې تر ځان لاندې قاضیانو خلاف ګام واخلي، چې ولې قانون نه عملي کوي".

ګلالۍ اسماعیل په تېره مې میاشت کې وروسته له هغه د خلکو له سترګو نهامه شوه، چې په اسلام اباد کې پر ماشومې فرشتې مومند د جنسي تېري او د هغې د وژنې په ضد احتجاج کې تر وینا وروسته ورباندې د ریاست ادارو په ضد د وینا په تور ورباندې مقدمه وشوه.

د پولیسو له منګولو د ژغورلو په خاطر ګلالۍ څو میاشتې په پاکستان کې پټه پاتې شوه او د سپټمبر پر 19مه د بشري حقونو لپاره کارکوونکې ادارې هیومنیسټ انټرنېشنل اعلان وکړ چې هغه د ملګرو ملتونو په مرسته نیویارک ته رسېدلې ده.

ګلالۍ اسماعیل وایي په پاکستان کې یې ژوند ته خطر وو ځکه پټه پاتې شوه او پټو لارو یې امریکې ته ځان را و رساوه، چې وایي اوس یې د سیاسي پناه لپاره درخواست ورکړی دی. ګلالۍ اسماعیل د اسلام اباد عدالت له خوا د حاضرېدو د امر په ځواب کې وایي:

"که د پاکستان ریاستي ادارې وایي چې موږ ډېر انصاف ورکوو نو زه به وګورم چې زما مور و پلار ته څومره انصاف ورکوي، د هغوی په مقدمه کې زما نوم هم دی که هغوی ته انصاف ورکړل شو نو بیا به زه فیصله کوم چې زه ورځم که نه ورځم".

ګلالۍ اسماعیل پخپله مقدمه کې د پاکستان پر عدالتونو هم بې باوري څرګنده کړې وه، وایي ځکه له پاکستانه تېښتې ته مجبوره شوه. د ګلالۍ پلار پروفیسر اسماعیل هم له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې د پاکستان پر عدلیه له دوی سره د توپیري چلند تور ولګاوه:

"له داسې عدالتونو موږ هره توقع ساتلای شو، دې عدالت ته نور څومره کېسونه پراته دي هغه ولې نه کوي، دوی چې څه کوي و دې یې کړي او هغه دې را ونیسي، د پاکستان حکومت خو ملګرو ملتونو ته تحریري بیان ورکړی دی چې هغه [ګلالۍ] د پولیسو په قبضه کې ده".

د تېر 2018م کال په اکتوبر کې هم چې کله ګلالۍ اسماعیل له لندنه پاکستان ته را ستنه شوه، نو پر اسلام اباد هوایي ډګر باندې د ایف ای اې چارواکو له خوا د ریاست ضد فعالیتونو په تور ونیول شوه او د هغې نوم یې د سفري بندیزونو په نوملړ کې واچاوه.

سږ کال په مارچ کې اسلام اباد هایکورټ د پاکستان داخله چارو وزارت ته امر وکړ، چې د هغې نوم د سفري بندیزونو له نوملړه وباسي، خو د ای ایس ای په سپارښتنه یې وزارت ته اجازه ورکړه، چې د هغې په ضد مناسب ګامونه واخلي او پاسپورټ ځنې واخلي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG