لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د مردان ضلعې نوې مرستیاله کمیشنره ګل بانو وپېژنئ


واشنګټن ــــ د خېبر پښتونخوا په مردان ښار کې نوې مرستیاله کمیشنره (اسسټنټ کمیشنره) ګل بانو د اکثره د ځايي خلکو لپاره د سوشل میډیا ستورې ده. خو ګل بانو پخپله وايي دفتري ژوند او معاملې يې د چیلنج نه خالي نه دي.

ګل بانو وايي په مردان کې یو ځايي تن د هغې په اړه ویلي وو "د مردان اولس فیصلې به وس یوه ښځه کوي". ګل بانو وايي په دغه خبرو او ګنګوسو پسې غوږ نه اوړي.

په بنو کې زیږیدلې ګل بانو وايي چې پلار او مور يې دواړه استازان وو او هغې خپلې زدکړې په پېښور کې ترسره کړي. نوموړې د اېم بي ای ډګري لري.

هغې وروسته د خپل خاوند په مشوره د کمېشن امتحان (سي اېس اېس) په کال 2014م کې پاس کړو.

د کمېشن په امتحان کې د کامیابۍ وروسته لومړی د پېښور تربیتي کمیشنره (انډر ټریننګ) ټاکل شوې وه. وروسته یې بیا په کوهاټ او هري پور کې هم په دغه څوکۍ کار کړی او د ولس خدمت یې کړی.

ګل بانو دعوه کوي چې د خپلې سیمې (بنو) لومړۍ ښځینه کمیشنره ده او وايي اوس هم د پښتنو په سیمو کې خلک دا ګڼي چې ښځې او جینکۍ په لویو څوکیو د کار کولو جوګه نه دي.

ګل بانو وايي چې د هغې نه وړاندې د هغې په کورنۍ کې په سرکاري محکمو (بیوروکریسي) کې په لویو څوکیو څوک ښځې نه وې. مور و پلار مې د سکول استادان وو، خو لومړی زما ورور او ورپسې زه د کمېشن امتحان کې د کامیابۍ وروسته په سرکاري محکمو کې پر ځای شو.

د مردان د مرستیال کمیشنرې په وینا دغه ځای ته په رسېدلو کې ورسره د کورنۍ او خاوند لوی لاس او مرسته وه. وایي ارمان یې وو چې د سي ایس ایس امتحان پاس کړي او سي ایس پي افسره شي نو خاوند یې د دې ارمان د پوره کېدو ملاتړ وکړ.

په مردان کې د خپلې څوکۍ سره تړلو چېلنجونو په اړه ګل بانو وایي، یاده ضلع د خیبر پښتونخوا دویمه لویه ضلع ده چې پکې خلک د دې د څوکۍ نه زیات توقعات لري. هغه وایي خپل پوره وس کوي چې له خپلې څوکۍ سره بشپړ انصاف وکړي.

ګل بانو د خپلو وروڼو خویندو تر ټولو کشره ده او وایي چې په سکول او کالج کې په سپورټس کې هم ډېره فعاله پاتې شوې ده.

ګل بانو وایي له لوبو، شاعري او داستاني ادب لکه ناول او لنډو کیسو (افسانو) لوستلو سره له ماشومتوبه مینه لري.

XS
SM
MD
LG