لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بهرنيو چارو د وزارت د ویاند لرې کولو په سر د ارګ او د اجرایه ریاست ترمنځ شخړه پېل شوې


د افغانستان ولسمشرۍ مانۍ د دې هېواد بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي له دې امله له د ندې لرې کړی چې ګواکې نوموړي پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د سفرپه اړه یې څرګندونې د افغان کومت د رسمي موقف خلاف وې.

ارګ ویلي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویاند صبغت الله احمدي له رسنیو سره د وروستیو غېر زمه واره څرګندونو له امله له دندې ګوښه شوی دی.

د ولسمشر ماڼی ویلي د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو د معینیت چارې چې دا مهال په تاجکستان کې پخواني سفیر میروس ناب ته سپارل شوي کولی شي چې د صبغت الله احمدي په ځای د بهرنیو چارو دوزارت د سرپرست ویاند په توګه هم خپل کار دوام ورکړي.

د افغانستان اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله په یوې اعلامیه کې ویلي د بهرنیو چارو وزارت ویاند له دندې څوک نه شي لرې کولی او نوموړی دا مهال خپلې دندې ته دوام ورکوي.

عبدالله عبدالله ويلي د بهرنیو د چارو د وزارت د ویاند لرې کولو اقدام یې د ولسمشرۍ له ټاکنو سره ارتباط ورکړی او ویلي دي احمدي به ترهغې په خپلې دندې پاتې وي ترڅو چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلې معلومې شوې نه وي.

د ارګ او اجرائیه ریاست ترمنځ دا شخړه وروسته له هغې رامنځته شوه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پاکستان په کوربتوب د طالبانو د پلاوي د سفر او د سولې له خبرو له پېلیدو څخه هرکلی وکړ او د بین الافغاني مذاکراتو د پيل هیله یې وکړه.

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د بهرنیو چارو دوزارت ویاند څرګندونې یې دهغه شخصي نظر یاد کړو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د ولسمشر د ویاند صدیق صدیقي د خبرو په غبرګون کې ویلي و چې دخارجه وزارت رسمي دریځ یې په ډاګه کړی دی.

د افغانستان د خارجه وزرات سیاسي مرستیال ادریس زمان وړمه ورځ ویلي و چې پاکستان ته د طالبانو د پلاوي سفر د افغانستان د سولې پروسې سره تعلق نه لري.

نوموړي ویلي و چې د دې مذاکراتو یواځينی هدف د طالبانو لخوا د دوو تنو امریکايي استازانو دخلاصیدو لپاره شوی او په وینا یې دا څرګندونې د افغان حکومت رسمي دریځ دی.

افغان سیاسي څیړونکي وايي پاکستان ته د طالبانو د پلاوي وروستی سفر په افغان حکومت کې د اختلاف سبب شوی او دا به تر هغې روان وي ترڅو چې د ولسمشرۍ انتخاباتو په پایله کې نوی حکومت رامنځته شي.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون وویل چې ټاکل شوې دوه اوونۍ وروسته د ولسمشرۍ د ټاکنو د نتایجو په پایله کې نوی ولسمشر د لوړې مراسیم پرځای کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG