لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:طالبان جنایتکاران دي،له وژنو پرته په بل شي باور نه لري


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني طالبان دجنایتکارانو په نوم یاد کړی اؤ وایي چې هغوئ دبېګناه خلکو له وژنې اؤ عامو تاسیساتو له ړنکولو پرته په بل هیڅ شي باور نه لري.

ولسمشر اشرف غني تیره ورځ جلال اباد کې دشوي تروریستي برید په سختو ټکو کې غندنه کړې چې پکې دچارواکو په وینا ۱۰عسکر وژل شوي اؤ ۲۷نور ژوبل شوي وؤ.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي دي چې یاده چاودنه د ګل یا دوشنبې د ورځې په مازدیګر څلور نیمې بجې په دغه ښار کې د پوهنتون د روغتون شاته د سپینې ماڼۍ له هوټل سره نږدې شوې ده.

افغانستان ولسمشر اشرف غني پخپله یوه اعلامیه کې دغه برید دبشریت ضد بللی اؤ ویلي یې دي چې دغه برید ثابته کړه چې جنایتکاره طالبان دانساني اؤ اسلامي ارزښتونو مخالف اؤ یوازې دبېګیناه انسانانو په وینو توئیولو باوري دي.

په دې وروستیو کې چې دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ د سولې خبرې ودرېدلي دافغانستان زیاترو برخو کې په افغان ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې چې تر اوسه پکې ګڼ شمیر عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني پرله پسې په طالبانو ټينګار کړی چې هغوئ باید افغان دولت سره اوربند اؤ دسولې خبرو ته حاضر شي خو طالبانو هرځل داشرف غني دسولې وړاندیز رد کړی اؤ‌ وایي دهغه حکومت واک نه لري ځکه هغوئ نیغ په نیغه امریکا سره خبرې کوي.

دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دتیرکال راهسې قطر کې دسولې خبرې روانې وې اؤ په دې وروستیو کې دواړو خواؤ دعوې هم کړې وې چې دسولې یو تړون باندې متفق شوي دي.

خو دامریکا صدر ټرمپ تیره میاشت وروسته له هغې طالبانو سره دسولې دخبرو ختمولو امر وکړو چې په کابل کې دطالبانو په یو ترهګریز برید کې دیو امریکایي عسکر په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.

له دغه بریدوه وروسته ښاغلي ټرمپ ویلي وؤ د سولې مذاکرات اؤ د ترهګرۍ لړۍ په ځائ دوام نه شي کولی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG