لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې دچین په چارواکو د ویزو د بندیز اعلان کړی


دامریکا له لوري دچین دمشرانو په ضد دا ګام دچین په ایغور،کرغیز ا، قزاق اؤ سنکیانګ سیمو کې د مسلمانو اؤ نورو  لږکیو ډلو دغړو په بندي ساتلو اؤ دهغوئ دځورونې له امله اخستل شوی دی.

دامرېکې دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو دچین په دولتي چارواکو اؤ کمیونسټ ګوند په مشرانو د ویزو دبندیز لګولو اعلان کړی دی.

دامریکا له لوري دچین دمشرانو په ضد دا ګام دچین په ایغور،کرغیز ا، قزاق اؤ سنکیانګ سیمو کې د مسلمانو اؤ نورو لږکیو ډلو دغړو په بندي ساتلو اؤ دهغوئ دځورونې له امله اخستل شوی دی.

اعلان کې ویل شوی “د داسې کسانو په کورنیو به هم ورته بندیزونه لګیږي”

مائیک پومپیو ویلي” دچین حکومت دایغور،قزاق،کرغیز اؤ سنګیانګ په نیمو خپلواکو سیمو کې د مسلمانو لږکیو اؤ نورو ډلو په ضد بې کچه دجبر ډکه رویه خپله کړې ده”

تر دې وړاندې د دوشنبې په ورځ دامریکا دخزانې وزارت دچین اتوویشت کمپنۍ هم مسلمانانو لږکیو سره د زیاتیو له امله تور نوملړ ته وراچولې وې.

دامریکا خارجه وزارت دچین په چارواکو د ویزې د بندیز په اړوند خپل بیان کې ویلي چې دچین په یادو سیمو کې په لویې شمیر خلک دڅارنې عسکري کیمپونو ته وراچول کیږي،دعصري ټینکنالوجي دلارې دهغوئ څارنه کیږي اؤ دهغوئ په کلتوري اؤ مذهبي رسوماتو اؤ د رایې په څرګندولو یه سخته پهره ودرولې ده.

هغه وایي کوم لږکي چې بیرته چین ته ځي هلته په هغوئ ژوند حرامولی شي.

دخارجه محکمې په بیان کې راغلي چې امریکه دچین نه غوښتنه کوي چې هغوئ باید په سمدستي توګه سنکیانګ کې دجبر اؤ تشد لړۍ ودروي ،کیمپونو کې ساتل شوي خلک دې خوشې کړل اؤ دهیواد نه بهر میشتې مسلمانې ډلې دې بیرته هیواد ته په راوستلو نه اړ کول کیږي.

مائیک پومپیو ویلي چې دانساني حقونو ساتنه زیاته اړینه ده اؤ ټولو هیوادونو ته پکار دي چې هغوئ باید دانساني حقونو د درناوي لوري ته پام وګرځوي

XS
SM
MD
LG