لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایچ آر سي پي: په پاکستان کې په تېرو اوو کلونو کې 520 تنه تېزندۍ شوي


اسلام اباد ـــ د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه تنظيم ايچ ار سي پي او د بشري حقونو نړیوال تنظیم انټرنيشنل فاونډيشن فار هيومن رايټس په پاکستان کې د مرګ د سزا په اړه خپاره کړي يو گډ رپورټ کې ويلي چې په 2014م کال کې د هېواد دننه د مرګ په سزا د عارضي بنديز د ختمېدو را په دې خوا 1800 کسانو ته د تېزندۍ سزاګانې اورول شوې دي او د 520 تنو په سزاګانو عمل درامد شوی دی او په دغو کسانو کې زياتره غريب او بې وزله قيديان شامل وو.

د هيومن رايټس کميشن اف پاکستان او د انټر نيشنل فاونډيشن فار هيومن رايټس په دې شريک رپورټ کې ويل شوې دي، پاکستان د نړۍ د هغو يو څو هېوادونو څخه يو دی چې د مرګ په سزا پکې تر ټولو زيات عمل درامد کيږي.

د رپورټ تر مخه دا مهال په پاکستان کې 32 داسې قوانين دي چې په سرغړونو یې د مرګ سزا اورېدل کېدای شي ولې د دې برعکس د پاکستان د جوړېدو په وخت يواځې داسې دوه جرمونه وو د کوم لاندې چې به د تېزندۍ سزا تجويز کېدله.

په رپورټ کې دا هم ويل شوي دي چې د پخواني پوځي امر ضيالحق په واکمنۍ کې تر ټولو زيات داسې قوانين معرفي کړل شوي وو چې تر مخه به یې د مرګ سزا ورکول کېده.

په رپورټ کې ورکړل شوې شمېرې ښیي چې په 2015م کال کې د پاکستان بېلابېلو عدالتونو 418 کسانو ته د تېزندۍ سزاګانې اورول شوې وې او د 333 کسانو په سزا عمل شوی وو.

په 2016م کال کې 425 کسانو ته د مرګ سزاګانې اورول شوې وې او 89 تنه تېزندي کړل شوي وو. دغه رنګ په 2017م کال کې 260 تنو ته د تېزندۍ سزاګانې اورول شوې وې چې په کې د 64 کسانو په سزا عمل درامد شوی وو .

په تېر 2018م کال کې 347 کسانو ته د تېزندۍ سزاګانې اورول شوې وې چې په کې 14 تنو ته تېزندي ورکړل شوې وه. سږ کال تر اوسه 333 قيديانو ته د مرګ سزاګانې اورول شوې دي چې په کې 8 تنه تېزندي شوي دي او رپورټ مخکې وایي په همدې وخت کې پوځي عدالتونو د 306 مقدمو فيصلې کړې دي چې په کې 56 تنو په سزا عمل شوی دی.

حکومت وایي کومو کسانو ته چې پوځي عدالتونو د مرګ سزاګانې ورکړې دي هغه ټول ترهګر وو او د ترهګرۍ په بېلابېلو پېښو کې یې لاس درلود.

په پاکستان کې د بشري حقونو د خپلواکه تنظيم يوه مشره زهره يوسف ډيوه ته وایي، په دې تېرو اوو کلونو کې بېلابېلو عدالتونو 1800 کسانو ته د مرګ سزاګانې اورولې دي او د 520 قيديانو په سزا عمل شوی دی او وایي د اندېښنې خبره دا ده چې تر ټولو زيات د مرګ سزا موندونکي غريب او بې وزله قيديان وو او تر ټولو زيات هم د هغوی په سزا عمل هم شوی دی.

په پاکستان کې د قيديانو د حقونو دپاره کارکوونکې فعاله او د جسټس پروجیکټ پاکستان مشره ساره بلال ډيوه ته وایي چې تېر کال د مرګ په سزا د تورن 8000 قيديانو شمېره 5000 ته راکمه شوې ده خو په پاکستان کې د مرګ سزا نه خو د اسلامي اصولو سره سمون لري او نه دا د نړيوال قانون مطابق ده.

هغه وایي اسلامي او نړيوال قانون چې کوم معيار مقرر کړی هغه يواځې په هغو جرمونو کې د مرګ سزا ورکوي چې زيات خطرناک وي او د پاکستان 30 داسې قوانين دي چې په اساس یې د مرګ سزا ورکول کيږي او په هغوی کې غيرمتشدد جرمونه هم شامل دي.

د ايچ آر سي پي او انټرنېشنل فاونډېشن فار هيومن رايټس په دې رپورټ کې که يو خوا په قوانينو کې د نيمګړتياوو ذکر شوی نو بلې خوا ته په کې د پوليس افسرانو د خوا د ناقص تفتيش او په اړونده عدالتونو کې د استغاثې کمزوري هم په ګوته کړل شوي دي.

ساره بلال وایي بايد چې حکومت د پوليسو په ولکه کې په ملزم د تشدد د ختمولو دپاره قانون سازي وکړي.

XS
SM
MD
LG