لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بلوچستان په ګډاني زندان کې درو روسي ښځینه بندیانو د جېل پیره داره وژلې


واشنګټن ــــ د بلوچستان د ساحلي ښار ګډاني په حساس زندان کې یوه ځایي پیره داره زویا ناز بنت یحیٰی د ښځو په بېرک کې په تشدد وژل شوې، چې د پولیسو په وینا درو بهرنیو ښځینه بندیانو په وهلو ټکولو وژلې ده.

د ګډاني د پولیسو یوه مشر د وي او اې ډیوه خبریال حمید سمسور ته ویلي، د زندان پر 23 کلنه ساتونکې زویا باندې هلته بندي درو روسي ښځو برید کړی، په اوسپنه یې پر سر وهلې چې له کبله یې هغه مړه شوې ده، خو پولیس د پېښې سبب نه دی ښوولی.

د ګډان زندان مرستیال مشر د دې پېښې په ضد په ګډاني پولیس تاڼه کې ایف ای آر کړی او د پولیسو په وینا په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاء لانګو هم په کوټه کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې د دې پېښې د پلټنو امر کړی دی.

په ایف ای آر کې لیکل شوي چې زویا د شپې مهال پیره کوله، وایي هغه د ګل- دوشنبې په ماځیګر پینځه بجې د ښځو بېرک ته ننوتله خو سهار چې د زندان یو ساتونکی د ښځو د بېرک ور پرانیسته نو ورته وویل شول چې هغه هلته بندي روسي ښځو په تشدد وژلې ده.

په ایف ای آر کې د نورو بندیانو له خولې ویل شوي چې د نهې- سه شنبې په شپه دوولس نیمې بجې درو روسي ښځینه بندیانو د زویا غاړه په رسۍ خپه کړه او بیا یې پرله پسې پر سر او مخ په خښتو او کاوڼو ووهله، چې وایي په نتیجه کې یې هغه ځای پر ځای مړه شوه.

د ګډاني زندان مشر شکیل احمد بلوڅ وایي، دغه درېواړه روسي ښځې پینځه میاشتې مخکې په کوټه کې پاکستان ته په غیرقانوني توګه د راتګ په تور په فارن ایکټ کې نیول شوې او سزا یې پوره شوې وه، خو اوس هغه په ایف ای آر کې په قتل تورنې شوې دي.

د حب د پولیسو مرستیال مشر نوید عالم رسنیو ته ویلي، دوی ته په لومړنیو پلټنو کې څرګنده شوې چې د دغو روسي ښځو- چې مسلمانې دي- او د وژل شوې زویا تر منځ پر مذهب بحث شوی او وروسته دا پېښه شوې ده.

د ګډاني زندان او پولیس چارواکي شک څرګندوي چې کېدای شي د ښځینه پیره دارې د وژنې هڅه له زندانه د روسي ښځینه بندیانو د تېښتې دسیسه وي او وایي کېدای شي نور بندیان او د زندان نور پیره داران هم ورسره ملګري وي خو وایي په دې اړه یې پلټنې روانې دي.

د بلوچستان ګډاني زندان د پاکستان یو له هغو حساسو زندانونو څخه دی چې په ترهګرۍ، جاسوسۍ او نورو سنګینو جرمونو تورن بندیان پکې ساتل کېږي، چې په هغوی کې ګڼ شمېر بهرني بندیان شامل دي.

XS
SM
MD
LG