لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان له اېشیایي پرمختیایي بېنک نه سږ کال 2.7 اربه ډالره پور اخلي


واشنګټن ــــ په اېشیا کې د غربت ختمولو لپاره کارکوونکي اېشیایي پرمختیایي بېنک (اې ډي بي) اعلان کړی چې په روان 2019م مالي کال کې به پاکستان ته 2.7 اربه ډالره منظوره شوې قرضه ورکوي.

اېشیایي پرمختیایي بېنک پر ټویټر لیکلي، چې د 2020 او 2022م کلونو لپاره په وروستیو کې د منظور شوی سي او بي پي (کنټري اپرېشنز بزنس پلان) په اساس به د پاکستان کالنۍ اوسط قرضه 2.4 اربه ډالره ته پورته کړي، چې د 2015 او 2018م کلونو تر 1.4 اربه ډالره ښکاره زیاتوالی پکې لیدل کېږي.

پرمختیایي بېنک وایي د پاکستان د پور اخیستلو وړتیا به د سیمه ییزو امتیازي سرچینو په ګډون له نورو لارو هم د ګډو مالي مرستو د متحرک کولو او سرمایه کارۍ له لارې زیاتوي:

"نوې سي او بي پي [د هېواد عملیاتي سوداګریز پلان] به د نورو پرمختیایي همکارانو په مرسته د پاکستان د پرمختګ له هدفونو او د خپلو نیمګړتیاوو له پوره کولو سره مرسته او ملاتړ کوي".

اېشیایي پرمختیایي بېنک وایي، د سږ کال د 2.7 اربه ډالرو قرضې تر څنګ یې د پاکستان له بېنظیر انکم سپورټ پروګرام سره د مرستې لپاره هم 200 میلینه ډالره نوره اضافي قرضه هم منظوره کړې ده.

اېشیایي پرمختیایي بېنک په تېره جولای میاشت کې هم اعلان کړی وو، چې په را روانو پینځو کلونو کې یې په پاکستان کې د بېلابېلو پرمختیایي منصوبو او پروګرامونو لپاره 10 اربه ډالره قرضه زیاته کړې ده، چې د سود شرحه یې بدلېدای شي.

د پیسو نړیوالې ادارې (ای ایم ایف) په جولای میاشت کې ویلي وو، چې د عمران خان په حکومت کې د 34.6 اربه بهرنۍ قرضې له زیاتېدو سره به په راتلونکو څلورو کلونو کې د دې هېواد بهرنۍ قرضه 130 اربه ډالرو ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG