لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام: د ترکي په پوځي عملياتو کې ۲۹ جنګیالي، لس ملکي وګړي وژل شوي


د شام په حالاتو نظر لرونکي تنظيم ويلي د ترکي پوځ په شام کې د کردانو پرضد عملياتو کې تراوسه پورې ۲۹ جنګیالي او لس ملکي وکړي وژل شوي دي.

ترکي په شام کې د کردانو پرضد په نهم اکتوبر فضايي او وروسته يې ځمکني عمليات هم پېل کړي دي او په شام کې د ياغيانو ملاتړ ورته ترلاسه دی.

د يادو عملیاتو له امله په پوله په زرګونو خلکو کډې کول پېل کړي دي.

سيريئن ابزروېټري ويلي ترک ځواکونو او اتحاديانو يې ۱۱ کلي قبضه کړي او د کردانو د ولقې لاندې په علاقه تل ابياد کې سخته جګړه روانه ده.

د ترکي مطبوعات وايي د شام په لویديځ کې پرتې علاقه راس العېن کې هم جګړه روانه ده کومه چې د کردانو دوېمه غټه علاقه ده.

د کردانو ملېشه په شام کې د داعش پرضد د امریکا سره په اتحاد کې وه خو څو ورځې وړاندې امریکا د شام نه پوځ ويستلی دی په کوم څه چې عرب اتحاد اندېښنه څرګنده کړې ده.

صدر ټرمپ د جمعې په ورځ په يو ټویټ کې ويلي چې په شام کې يې داعش سل فيصده ختم کړی او د ترکي د حملې نه وړاندې د امریکا پوځ هلته شتون نه درلود.

د شام په حالاتو د زيارت، پنجشنبې په ورځ ملګرو ملتونو بېړنۍ غونډه کړې او په شام کې د ترکي په عملیاتو يې د تحفظاتو څرګندونه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG