لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند او چین د تجارتي اړیکو د ښه کولو او د ترهګرۍ په ضد د ګډ کار تکل وکړ


واشنګټن ــــ د چین ولسمشر شي جین پینګ او د هند وزیراعظم نریندرا مودي تېره ورځ په یوه غیررسمي غونډه کې خپل اختلافات یوې څنډې ته کړل او هوډ یې وکړ چې تر خپل منځ به تجارت ته وده ورکوي او په دې برخه کې راغلی کسر به بیرته پوره کوي، چې له کبله یې هند له ستونځو سره مخ کړی. دواړو مشرانو پر خپلو پولو هم د امنیت زیاتولو ټینګار وکړ.

د چین ولسمشر شي جین پینګ هندوستان ته تر دوه ورځني سفر وروسته بیرته له هنده ستون شوی دی. هندوستان ته تر سفر دوې ورځې مخکې په بیجینګ کې د پاکستان له وزیر اعظم عمران خان سره هم لیدلي وو.

د هند په جنوبي ساحلي ښار مامالا پورام کې د دواړو مشرانو په سرمشریزه کې وزیراعظم مودي وویل، دوی پرېکړه کړې چې خپل اختلافات په هوښیارۍ سره ختم کړي او پرې نه ږدي چې جګړه ځنې جوړه شي. ښاغلي مودي وویل، دواړه غاړې به د یو بل د اندېښنو په اړه حساس اوسېږي، چې له کبله یې د دوی اړیکې په نړۍ کې د سولې او ارامۍ سبب وګرځي.

بل لور ته د چین ولسمشر شي جین پینګ له تفصیل ورکولو پرته تش دومره وویل، چې له وزیراعظم مودي سره یې د یو ملګري غوندې په دوستانه خبرې وشوې.

هندي چارواکي وایي د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ څو ګنټې خبرې وشوې، خو وایي دوی د هند او چین تر منځ د کشمیر پر لانجمنه سیمه ونه ږغېدل، چې له کبله يې څو اوونۍ مخکې د دوی تر منځ اختلاف زیات شوي وو.

د کشمیر پر لانجه له تېرې اګست میاشتې وروسته له هغه د پاکستان او هند تاوتریخوالی زیات شو، چې هند د کشمیر ځانګړی حیثیت ختم کړ. پاکستان د هند د دې ګام کلک مخالفت وکړ او چین په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان د دریځ ملاتړ وکړ.

د کشمیر څه برخه د چین تر واک لاندې ده او چین پر هندوستان غږ کړی وو چې باید په کشمیر کې له یو اړخیزه ګامونو پورته کولو ډډه وکړي.

خو د تېرې نهې- چارشنبې په ورځ د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپل غبرګون کې ویلي وو، چې کشمیر د هند کورنۍ مسله ده او هیڅ یو هېواد هم دا حق نه لري چې د هند په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

چین دعوه کوي چې هندوستان په شمال ختیځه سیمه کې د چین ۹۰،۰۰۰ مربع کلومیټره خاوره نیولې ده. بلې خواته هند بیا دعوه کوي چې د همالیه لوېدیځ اړخ ته چین له هندوستانه ۳۸ زره مربع کلومیټره خاوره نیولې ده. پر دې شخړه د بېجنګ او نوي ډلې د چارواکو تر منځ تر شلو زیاتې لیدنې شوې دي خو څه نتیجې ته نه دي رسېدلي.

د چین د بهرنیو چارو سیکرتر ویجې ګوکلې خبریالانو ته وویل، په چین کې د ولسمشر جین پینګ او وزیراعظم مودي د تېر کال تر لیدنې وروسته اوس د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ښکاره پرمختګ راغلی او اوس یې تر منځ کوم بنیادي خنډ نه لیدل کېږي.

ویجې ګوکلې وویل، دواړو مشرانو ومنله چې سختدریځي یو شریک چیلنج دی او دواړه په سیمه کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره هم ګډه اراده وکړه.

د هند او چین د مشرانو تر منځ د وروستیو کلونو لیدنو د دوی اړیکې پیاوړې کړې، چې په 1962م کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ له جګړې وروسته په لسیزو د بې باورۍ له کبله ښې نه وې.

ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د تجارتي اړیکو د بیرته پیوند کېدو لپاره به هندوستان په سمدستي توګه د بېجنګ په ګټه خپله 55 اربه ډالره کسر یا خساره ختموي، چې د هند لپاره د اندېښنې وړ خبره ده ځکه چې هند دا مهال له اقتصادي ځوړتیا سره مخ دی.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت سیکرتر ښاغلی ویجې ګوکلې وایي، پرېکړه یې کړې چې د دواړو هېوادونو تر منځ به د اقتصادي او تجارتي اړیکو په اړه د لوړې کچې مذاکرات کوي چې وایي مشري به یې د هند د مالیې وزیر او د چین د ولسمشر مرستیال کوي.

ښاغلی ګوکلې وایي، د دوی تجارتي کسر یا خساره له اقتصادي پلوه د هند لپاره دایمي نه ده ځکه چې وایي په چین کې به ډېر ښه بازار ولري او دوی اړتیا لري چې خپلو مصنوعاتو ته د ودې ورکولو لپاره هلته پراخې لارې پیدا کړي.

هندي چارواکي وايي چینایي ولسمشر د درمل جوړولو او رخت په برخه کې د هند د سرمایه کارۍ هرکلی وکړ، چې وایي هند یې ډېرې مودې غوښتنه کوله.

د چین ولسمشر له هنده د ستنېدو په وخت د اړیکو د لا ښه کولو لپاره وزیراعظم مودي ته بلنه ورکړې چې د درېیمې سرمشریزې لپاره چین ته ورشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG