لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې د فیفا له خوا د افغان فوټبال فیډرېشن پر پخواني چارواکي پینځه کلن بندیز ستایلی


واشنګټن ــــ د امریکا متحده ایالاتو د فوټبال د نړیوالې ادارې فیفا له خوا د افغانستان د فوټبال فېډریشن په پخواني جگپوړي چارواکي باندې د پینځه کلن بندیز لگولو ستاینه کړې ده.

فیفا د افغانستان د فوټبال فېډریشن پخوانی عمومي سکتر سید علي رضا اغازاده باندې د پینځو کلو بندیز په افغانستان کې د ښځینه لوبغاړو له خوا د جنسي تېري په تورونو کې د عمل کولو کې پاتې راتلو له وجې کړې.

د جنوبي او مرکزي اېشیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو سرپرست مرستیاله سکتر الیس ویلز د خالي- شنبې په ورځ په خپل یو ټویټ کې ویلي دي:

"د جنسي تېري قربانيانو ته دې انصاف ورکړل شي او موږ افغان چارواکو ته ګورو چې تورن مامورین محاسبه شي".

فیفا یوه ورځ وړاندې د شکایتونو په اړه روانو تحقیقاتو اعلان وکړ، کوم چې د فوټبال ښځینه لوبغاړو له خوا ثبت شوي وو او سید اغازاده یې د نړیوال فوټبال د اخلاقي قوانینو د سرغړونو مجرم وگرځولو.

شکایت کوونکو د افغانستان د فوټبال کمیشن پخوانی مشر کریم الدین کریم د 2013م کال نه تر 2018 م په موده کې "په تکراري" جنسي تېري تورن کړې کله چې سید اغازاده د افغانستان د فوټبال کمیشن عمومي منشي وو.

پروسږ کال لوبغاړو دا تورونو سره عام کړو او د فوټبال نړیواله اداره فیفا دې ته وهڅول چې د جون په میاشت کې کریم الدین کریم باندې د عمر لپاره بندیز ولگولو او هغه یې یو ملیون ډالر جریمه هم کړ.

فیفا د جمعې په ورځ ویلي چې اغازاده د کریم الدین کریم د ناوړه چلند څخه خبر وو او دا د هغه ذمه واري وه چې دی یې رپوټ کړی وای او مخنیوی یې کړی وای. د دې خبرې په نتیجه کې هغه د پینځو کلونو لپاره په ملي او نړیواله کچه د فوټبال له ټولو فعالیتونو منع کړی. پر هغه باندې د شاوخوا 10،000 امریکایي ډالرو مالي جریمه هم لگول شوې ده.

اغازاده د فیفا د سټینډینگ کمیټۍ او د اېشیا د فوټبال کنفډریشن (AFC) د اجرایوي کمیټۍ د غړي په توګه هم دنده ترسره کوله.

فیفا زیاته کړې چې "دا اوس هم هغه تورونه څیړي چې کوم په روانو تحقیقاتو کې د نورو اشخاصو پرضد د فوټبال د چارواکو په حیث د دوی پر ضد لگول شوي دي".

XS
SM
MD
LG