لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان پوهنتون د نجونو زده کوونکو د سکېنډل وېډيو پلټنې ته کمېټۍ جوړه شوه


کوټه ــــ د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ مشر (سپيکر) مير عبدالقدوس بزنجو د ويډيو سکېنډل د پلټنو لپاره د لس کسيزې کمېټۍ د جوړولو اعلان د ايالتي اسمبلۍ په روان اجلاس کې وکړ. د قدوس بزنجو په وينا د هر ګوند يو يو غړی به په کمېټۍ کې شامل وي او د ويډيو د سکېنډل پلټنې به کوي.

د ښاغلي بزنجو په وينا "زموږ نجونه لاوارثه نه دي، په پوهنتون کې د نجونو ځورول د اندېښنې وړ معامله ده، دا د زغملو نه ده، په دې کې د ککړو خلکو په ضد به سخته قانوني کاروايي کيږي".

د اسمبلۍ په اجلاس کې د بېلابېلو ګوندونو د غړو له خوا د پوهنتون د وېډيو پر معامله تود بحث وشو او وغوښتل شول چې د ککړو مامورينو خلاف دي تحقيات وشي او سزا دې ورکړل شي.

د بلوچ ملتپال ګوند ايالتي غړي ثناء بلوچ د اسمبلۍ په اجلاس کې وويل، ايف ای اې ورته ويلي دي چې له تېرو درو مياشتو په بلوچستان پوهنتون کې دوی په خپله کاروايي لګيا کړې ده او د دغو ويډيوګانو په هکله تحقيقات کوي.

ښاغلي ثناء بلوچ نيوکه وکړه او ویې ويل چې تر اوسه پورې نه کوم کس نيول شوی او نه د چا پر ضد ايف ای آر شوی دی.

بل لور ته په بلوچستان پوهنتون کې او د کوټې د مطبوعاتو د دفتر مخ ته د زده کوونکو د بيلابېلو سازمانونو له خوا د نهې- سه شنبې په ورځ د نجونو زده کوونکو د رسوایۍ یا سکېنډل په ضد احتجاجونه وشول. وروسته د بلوڅو زده کوونکو د سازمان له لوري د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ مخ ته هم احتجاج وشو.

احتجاج کوونکو د بلوچستان پوهنتون د انتظامي مامورينو او د پوهنتون د مشر خلاف نعرې وکړې او ويې غوښتل چې د پوهنتون مشر دې مستعفي شي او کوم خلک چې د پټو ويډيو جوړولو او بيا د هغو ويډيو پر اساس د ښځينه زدکوونکو په جنسي ځورونه تورن دي سزا دې کړل شي.

د پښتونخوا زده کوونکو د سازمان په نمايندګي له وي او اې ډيوه سره په ځانګړې مرکه کې کبير افغان تور پورې کړ، چې وایي په پوهنتون کې د ښځينه زدکوونکو د ځورولو او جنسي اړيکو ته د مجبوره کولو عمل له پخوا لا روان وو. د افغان په وينا دوی د دې عمل په خلاف له تېر يوه کاله پر احتجاج باندې دي خو وایي خبره يې نه اورېدول کېده.

زده کوونکو په پوهنتون کې د نجونو زده کوونکو د جنسي ځورونې د سکېنډل په ضد احتجاج.
زده کوونکو په پوهنتون کې د نجونو زده کوونکو د جنسي ځورونې د سکېنډل په ضد احتجاج.

د کبير افغان په وينا د پوهنتون د اتنظامي مامورينو له خوا د زده کوونکو پر سازمانونو بنديزونه لګول شوي دي او دا وجه ده چې اوس په پوهنتون کې داسې ناوړه پېښې کيږي. ښاغلي کبیر زياته کړه که د زده کوونکو سازمانونه فعاله وای نو داسې پېښې به مخ ته نه راتلې.

د پښتونخوا ګوند، د بلوڅانو د ملتپالو ګوندونو، د هزاره ډیموکرېټیک ګوند او د جمعیت طلبا اسلام نظریاتي په ګډون د زده کوونکو اوو سازمانونو په ګډه د کوټې په مطبوعاتو دفتر کې خبري کنفرانس وکړ او له هغه وروسته يې د پريس کلب مخ ته علامتي احتجاج وکړ.

په احتجاج کوونکو کې د جميعت طلبا اسلام نظرياتي په نمانيدګۍ حافظ سيد نور وويل، په پوهنتون کې له زده کوونکو سره د ممکنه شوي ظلم غندنه کوي او په خلاف به یې ږغ پورته کوي چې په دې عمل کې تورنو خلکو ته سزا ورکړل شي.

په احتجاج کې د بي ايس او مرکزي مرستيال مشر خالد بلوچ وي او اې ډيوه ته وويل چې په پوهنتون کې د ويډيو کوم سکېنډل مخ ته راغلی د بلوچ پښتون رواياتو خلاف دی. بلوچ وایي داسې کارونه د زغملو وړ نه دي. ده له حکومته وغوښتل چې په سکېنډل کې تورن خلک او د پوهنتون مشر (وي سي) دې له دندو ګوښه کړل شي، چې شفافې څېړنې وشي.

له بلې خوا د بلوچستان ايالت اعلی وزير جام کمال عالياني په خپله يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د پېښې جدي پلټنې دې وشي او رپورټ دې ورته وړاندې کړل شي.

د پوهنتون مشر (وي سي) جاويد اقبال هم په يوه ويډيویي پيٖغام کې ويلي چې د ويډيو سکېنډل په هکله کوم خبرونه خپاره شوي دا ریښتيا نه دي. د جاويد اقبال په وينا داسې ګنګوسې د پوهنتون د نوم د بدنامۍ هڅه ده.

د ډاکټر جاوید اقبال په وينا د ايف ای اې له خوا د پوهنتون مامورين نه دي نيول شوي، خو وایي د وفاقي تحقيقاتي ادارې په پلټنو کې به ورسره مرسته کوي، که تورونه ریښتيا شي تورنو کسانو ته به سخته سزا ورکول کيږي.

که څه هم حکومتي تحقیقاتي ادارې په رسمي ډول په دې معامله لا څه نه دي ویلي خو د ایف ای اې یو افسر د نوم نه څرګندولو په شرط وي او اې ډیوه ته وویل، د پوهنتون له انتظامي مامورینو تر اوسه د پلټنو په نتیجه کې 12 د اعتراض وړ ویډیوګانې تر لاسه شوې دي او د پوهنتون له تر سلو زیاتو مامورینو نه پوښتنې او پلټنې کېږي.

د ایف ای اې د افسر په وینا د پوهنتون په تشنابونو، د سګرېټو څکولو په ځایونو او نورو پټو ځايونو کې شپږ پټې کېمرې لګول شوې وې چې پکې د نارينه او ښځينه زده کوونکو ويډيوګانې جوړې شوې او بيا د هغو ويډيوګانو په ترڅ کې د سټاف (افسرانو) ښځينه زده کوونکې ځورولې او جنسي تېري ته مجبوره کړل شوې دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG