واشنګټن ـــ د اسلام اباد هایکورټ د حکومت په ملاتړ هغه درخواست رد کړی چې د جمعیت علمای اسلام ګوند د اکتوبر د 31مې د ازادي مارچ په ضد یې ورکړل شوی او ویلي یې دي چې د پاکستان د آیین په بنیاد هر څوک د احتجاج حق لري.
قاضي اطهر درخواست ورکوونکو ته ویلي، چې په 2014م کال کې همدې عدالت پاکستان تحریک انصاف ګوند ته په اسلام اباد کې د احتجاج اجازه ورکړې وه. قاضي له درخواست ورکوونکي پوښتنه کړې چې درخواست یې د حکومت په استازیتوب ورکړی که څنګه، درخواست ورکوونکي ورته ویلي چې نه د عام ښاري په توګه. قاضي ورته ویلي:
"ستا له بیانه داسې ښکاري چې ته دلته د حکومت استازیتوب کوې"
اسلام اباد هایکورټ ته دغه درخواست د ریاض حنیف راهي په نوم یو وکیل ورکړی او په درخواست کې د جمعیت علمای اسلام ګوند "ازادي مارچ" د یو جمهوري حکومت په ضد ګڼلی.
د درخواست د اورېدنې په مهال د هایکورټ قاضي اطهر من الله درخواست ورکوونکی پوښتلی چې غوښتنه یې څه ده: "ستا مقصد دا دی چې هغه [مولانا فضل الرحمن] د احتجاج حق نه لري؟".
درخواست ورکوونکي وکیل په ځواب کې ورته ویلي: "د پالیسۍ په ضد احتجاج کېدای شي، نه د یوه جمهوري حکومت په ضد".
د هایکورټ قاضي ویلي، احتجاج د پاکستان د هر اوسېدونکي بنیادي حق دی چې له پامه نه شي غورځول کېدای. قاضي د اسلام اباد انتظامیې ته امر کړی چې د جمعیت علمای اسلام د احتجاجي مارچ په وړاندې دې له قانون سره سم ګامونه پورته کړي.
د جمعیت علمای اسلام د "ازادي مارچ" په ضد په اسلام اباد هایکورټ کې په همدې وخت د یو بل درخواست اورېدنه هم شوې، چې د حافظ احتشام احمد په نوم تن ورکړی. قاضي اطهر من الله هغه ته ویلي، د خلکو د بنیادي حقونو ساتنه د ریاست ذمه واري ده او ریاست باید د احتجاج کوونکو او احتجاج نه کوونکو دواړو بنیادي حقوق خوندي کړي.
د هېواد تر لویو اپوزیشن ګوندونو پیپلز ګوند، مسلم لیګ نواز او پښتون ملتپالو ګوندونو وروسته د بلوڅ ملتپال نېشنل ګوند مشر حاصل بزنجو هم د جمعیت علمای اسلام (ف) له خوا د حکومت په ضد د احتجاجي تحریک د ملاتړ اعلان کړی دی.
بلې خواته د دې احتجاجي تحریک د ناکامۍ لپاره د حکومتي تګلارې ټاکلو په اړه وزیراعظم عمران خان د واکمن تحریک انصاف ګوند د اعلی پایې غونډه رابللې ده.
د نهې- سه شنبې په ورځ له مېډیا سره په خبرو کې د وزیراعظم عمران خان نیژدې ملګري او مرکزي وزیر شېخ رشید د هېواد طاقتورو ادارو ته په اشاره سره دعوه کړې وه چې کوم قوتونه د خبرو مهارت لري هغوی د مولانا فضل الرحمن سره په تماس کې دي.
د شېخ رشید دې دعوې ته په غبرګون کې د جمعیت علمای اسلام (ف) مرکزي لیډر او د سېنټ غړي مولانا عطاء الرحمن وي او اې ډیوه ته ویلي، چې دوی ته د ډېرو اړخونو نه د احتجاجي تحریک د ځنډولو یا نېټې بدلولو ویل کېږي خو وایي له خپل احتجاجي تحریکه په شا کېدل دوی خپل مرګ ګڼي.