کراچۍ ــــ د کراچۍ نه بهر په سپرهای وې د ډزو په پېښه کې درې ډرایوران وژل شوي او ډرايوران ادعا کوي چې شپږ نور ژوبل شوي دي.
د کراچۍ د غټ سرکاري جناح روغتون مشره ډاکټره سيمي جمالي وايي، روغتون ته درې مړي او يو ژوبل تن وروړل شوی دی.
سيمي جمالي له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې پخلی وکړ، چې دا کسان په ډزو وژل شوي او زیاته یې کړه دوی ته ويل شوي چې د دوو ډلو تر منځ نښته شوې او دا کسان پکې وژل شوي دي.
پر ټولنیزو رسنیو په یوه خپره شوې ویډیو کې دغه په ډزو لګېدلي کسان لیدل کېږي چې په وینو لړلي دي، په همدې ویډیو کې یو تن په پنجابي ژبه خبرې کوي او وایي:
"ډرېورانو رېنجروال په کاڼو وویشتل او بیا رېنجروال راغلل مخامخ یې پر ډرېورانو ډزې وکړې".
د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي محسن دا پېښه غندلې او ویلي یې دي چې وژل شوي کسان د ده له انتخاباتي حلقې شمالي وزیرستان سره تړاو لري. ښاغلی داوړ په پېښه کې د لسو کسانو د ټپي کېدو دعوه کړې:
"د کراچۍ پر سپرهای وې سړک پر ټرانسپورټرانو ناترسه برید په کلکه غندم، د سیند له حکومته غوښتنه کوم چې د پېښې پلټنه وکړي او پکې لاس لرونکي کسان د قانون منګولو ته وسپاري".
د شېر ايوب په نوم د پېښې یو عیني شاهد ډيوه ته ويلي، دا غټ سامان وړونکي ټرکونه په کاټور نومي ځای کې په موټروې دپاسه د پوځي ادارې ایف ډبليو او (فرنټير ورکس ارګنايزېشن) او موټروې چارواکو درولي، چې په ګاډو کې يې وزن د حساب نه زيات دی او دا ګاډي د درو ورځو راهیسې درول شوي وو.
هغه تور پورې کړ چې نن د رېنجرز ځواک سرتېري راوستل شوي او هغوی په ډرايورانو ډزې کړې او د شمالي وزیرستان د رزمک او دوسلې تحصيل درې ډرایورا ن پکې وژل شوي دي.
شېر ايوب وايي، دوی به د جنازو سره په کاټور کې په سړک دپاسه احتجاج کوي او چې څو پورې په ډزو کوونکو کسانو مقدمه نه وي درج شوې احتجاج به جاري ساتي.
وي او اې ډیوه د کراچۍ د ملير ضلعې پوليس سره د بيا بيا رابطې هڅه کړې خو د پوليس له خوا ورته ځواب نه دی ويل شوی او نه هم د سیند رېنجر ځواک تر اوسه د دې پېښې او پر دوی د لګېدلو تورونه په اړه څه ویلي دي.
د دې پېښې په اړه چې د سیند حکومت او پولیسو رسمي دریځ مخې ته راځي له تاسې سره به یې شریکوو.