لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېف ای ټي اېف نن د پاکستان د خړ نوملړ په اړوند فېصله اوروي


د فنانشل اېکشن ټاسک فورس (اېف ای ټي اېف) مهمه غونډه نن د جمعې په ورځ په پېرس کې کيږي چې پکې به د پاکستان په اړوند فېصله اورولی شي چې نوم يې په خړ نوملړ کې پاتې شي که نه.

د پاکستان د اقتصادي چارو مرکزي وزير حماد اظهر په مشرۍ پلاوی په پېرس کې موجود دی او د هند پلاوی هم په پېرس کې دی او د پاکستان نوم په خړ نوملړ کې د پاتې کېدو دپاره هلې ځلې کوي.

پاکستان اېف ای ټي اېف ته د مني لانډرنګ او ترهګرۍ دپاره کارېدونکو پېسو د مخنيوي په اړوند د پورته کړو ګامونو په اړوند خپل رپوټ وړاندې کړی دی.

په پېرس کې موجود د وي او ای خبريال اسد الله خالد ويلي ملایشيا، چين او ترکي د پاکستان پورته کړي ګامونه ستايلي دي.

خو راپورونه وايي د اېف ای ټي اېف ځینې چارواکي د پاکستان د اقداماتو څخه مطمئن نه ښکاري او ښايي چې پاکستان د راتلونکې فرورۍ پورې په خړ نوملړ کې پاتې شي.

هند د پاکستان پرضد دا اعتراض راپورته کړی چې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد ته يې اجازت ورکړی چې د خپلو تړلو اثاثو څخه پېسې ويستلی شي او د پاکستان اقدامات پوره نه دي.

ويل شوي د شپږو ورځو په غونډه کې د پاکستان د حکومت په اېمنسټي سکيم باندې به هم اېف ای ټي اېف د تحفظاتو څرګندونه کړې ده.

د پاکستان مرکزي وزير حماد اظهر وي او ای ته د څه ويلو څخه ډډه کړې خو د هند په پلاوي کې شامل يو چارواکي ويلي هند به پوره هڅه کوي چې پاکستان نوم په تور نوملړ کې واچوي.

پاکستان له دې وړاندې هم په کال ۲۰۰۸م، ۲۰۱۲م او ۲۰۱۵م کې د اېف ای ټي اېف په خړ نوملړ کې پاتې شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG