لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني: ترهګر به پر جوماتونو په بریدونو خپلو شومو مقصدونو ته ونه رسېږي


واشنګټن ــــ په هغه خونړۍ چاودنه کې چې پرون د جمعې د لمانځه په مهال د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې په یوه جومات کې وشوه، د وژل شویو کسانو شمېر 63 تنو ته رسېدلی او شاوخوا 40 تنه نور پکې ټپیان دي.

چاودنه د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې سیمه په جامع جومات کې شوې چې د عیني شاهدینو په وینا تر دوه نیم سوه زیات کسان لمانځه ته ورغلي وو. یو عیني شاهد وایي:

"زه له جوماته د پینځوس میټرۍ په فاصله دباندې ولاړ وم چاودنه وشوه، جومات خام وو ځکه ټول را ونړېد، زما په نظر دا ځانمرګی برید وو".

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل چې چاودنه په جومات کې دننه په محراب کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو له امله هغه وخت شوې چې خلک د لمانځه په دویم رکعت کې وو.

عیني شاهدین وایي تر چاودنې سمدستي وروسته د جومات بام را لوېدلی او خلک تر لاندې شوي ځکه په پېښه کې د خلکو مرګ ژوبله زیاته ده. وایي وژل کسان ټول عام خلک دي. په چاودنه کې یو ټپي تن وایي:

"ملا قرات شروع کړ او په دې وخت کې درز شو، بیا په ځان نه یم پوهېدلی ځکه چې ډېر خاورې راباندې پرتې وې، دباندې چې را و ایستل شوم ډېر خلک شهیدان شوي وو، دوه زما خپل زامن او یو وراره مې شهدان دي".

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې دغه برید په سختو ټکو غندلی دی. په اعلامیه کې د أفغان ولسمشر اشرف غني له خولې ویل شوي:

''ترهګر او د دوی ملاتړي به هیڅ وخت هم پر جوماتونو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د بریدونو په ترسره کولو خپلو شومو مقصدونو ته ونه رسېږي، ځکه زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به دوی په هر ځای کې ولټوي او نابود به یې کړي. ''

د بخښنې نړیوال سازمان دغه چاودنه یو "جنگي جنایت" گڼلی دی. دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې:

"د افغان ملکي وگړو وژنې د نړیوالې ټولنې پاملرنې ته اړتیا لري. په قصدي ډول د ملکي وگړو په نښه کول هغه څه نه دي چې په یو عادي او ورځني عمل بدل شي...د ملکي وگړو دغه ډول په نښه کول چې په عبادت بوخت وو، یو جنگي جنایت دی".

ملگرو ملتونو هم دغه برید سخت غندلی دی. د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند ویلي، ښاغلي انتونیو ګوتیریس دا برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې له تر سره کوونکو سره یې باید حساب وشي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د هسکې مېنې په جومات کې د جمعې ورځې چاودنه د بشر ضد جنایت بللی.

که څه هم په ننګرهار کې طالبان او داعش ډله دواړه فعال دي خو تر اوسه ددغې چاودنې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی. وسله والو طالبانو په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي دي. د أفغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې دغه پېښه غندلې ده.

خو د أفغان ولسمشر دفتر یې پړه پر طالبانو ور اچولې او ویلي یې دي چې د طالبانو ډله د بریدونو په کولو او هم نورو تروریستي ډلو ته د زمینې په برابرولو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي ذمه واري پر غاړه لري.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG