لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نینسي پلوسي:نه غواړو چې افغانستان بیا دتروریستانو په ځاله بدل شي


دامریکایي کانګریس دمشرې میرمن نینسي پلوسي په مشرۍ دکانګریس دغړو یوې ډلې دکابل ناساپي سفر کړی اؤ دافغان ولسمشر اشرف غني سره یې لیدنه کې افغانستان کې دسولې اؤ ثبات ترڅنګ په مهمو موضوعاتو خبرې کړي دي.

په دغه کتنه کې دکانګریس مشرې نینسي پلوسي ویلي “په افغانستان کې دامریکا د حضور دلیل دا دی چې یو وخت طالبان په دغه هیواد کې د هغو تروریستانو کوربه وو چې پر موږ يې برید وکړ او موږ هیڅکله نه غواړو چې افغانستان دوباره د تروریستانو پر ځاله بدل شي

ترنینسي پلوسي یوه ورځ وړاندې دامریکا ددفاع وزیر مارک اېسپر هم دافغانستان په سفر کابل ته رسېدلی ؤ اؤ دافغان ولسمشر اشرف غني سره یې لیدنه کې په افغان سوله خبرې اترې کړې وې.

افغانستان ته امریکایي چارواکو خپل دا تازه سفرونه وروسته له هغې کړي چې تیره میاشت افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې دملاعبدالغني برادر په مشرۍ دطالبانو یو لوړ پوړي پلاوي سره لیدنې وکړې.

له دغو لیدنو نه وروسته نړیوالو مطبوعاتو دعوې کړې وې چې طالبان اؤ زلمی خلیلزاد په مشروط ډول یوځل بیا دمذاکراتو په پیل کولو صلاح شوي دي خو طالبانو یا امریکا په رسمي توګه په دې اړوند څه نه دي ویلي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې دامریکایي کانګریس پلاوي سره لیدنه کې ولسمشر اشرف غني ویلي سوله زموږ لپاره لومړیتوب لري، خو هغه سوله چې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت وي او د اساسي قانون ارزښتونه او د ښځو حقونه په کې خوندي شي

ښاغلي اشرف غني څرګنده کړه، په افغانستان کې د امریکا د حضور د نوعیت څرنګوالی د دواړو هیوادونو ترمنځ په لاسلیک شویو تړونونو پورې اړه لري او په راتلونکي کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور د څرنګوالي د هر تصمیم په اړه بحث وشي.

ولسمشر غني زیاته کړه القاعده او داعش لا هم افغانستان او امریکا ته د جدي ګواښ په توګه مطرح دي، طالبان تروریستي ډلو ته د فعالیت زمینه برابروي او په قصدي توګه ملکي وګړي خپل هدف ګرځوي، موخه یې داده چې نظام ته زیان ورسوي له نېکه مرغه خپلې موخې ته ونه رسېدل.

د صدارتي ماڼۍ بیان کې ویل شوي په دغه لیدنه کې امریکایي کانګریس مشرې نیسني پلوسي څرګنده کړه، موږ د ستاسې لاسته راوړنو، تعهداتو او لومړیتوبونو او دغه راز د امریکا متحدو ایالتونو سره د دوامداره دوستۍ په خاطر ستاسې د هڅو درناوی کوو او زموږ لپاره د دغو ګډو لاسته راوړنو ساتنه لومړیتوب لري

په دغه کتنه کې افغان لوري د ښې حکومتولۍ، تروریزم او اداري فساد سره د مبارزې، د ملکي خدمتونو په برخو کې د اصلاحاتو او د پوهنې د ودې په برخو کې د خپلو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او پر تلپاتې سولې یې چې د افغانانو ګټې په کې خوندي وي، ټینګار وکړ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG