د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د خپلو سفرونو لړۍ پېل کړې ده.
د خلیلزاد د سفرونو په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي له نوموړي سره په دې سفر کې چې روس ،بلجیم اوفرانس هیوادونو ته روان شوی یو پلاوی یې هم ملتیا کوي.
د بهرنیو چارو وزارت د بیان ترمخه بهرنیو هېواونو ته د زلمي خلیلزاد د سفر هدف د افغانستان د سولې له خبرو سره مرسته ښودل شوې.
دامریکا دبهرنیو چارو وزارت وايي ښاغلی خلیلزاد به په دې سفر کې دفرانس په پلازمینې پېرس او د بيلجیم په بروکسل ښار کې د يورپي ټولنې، ناټو او د ملګرو ملتونو له استازو سره د افغان سولې په تړاو خبرې اترې وکړي.
بلخوا د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ په یو ټویټ کې د زلمي خلیلزاد سره د لیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې خلیلزاد ورسره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه معلومات شریک کړي دي.
دناټو سرمنشي یوځل بیا په خپل لیکل شوي ټویټ کې د افغان د سولې پروسې څخه یې ملاتړڅرګند کړی او ټینګار یې کړی چې ناټو په افغانستان کې د افغان کشالې د سیاسي حل د زمینې برابرولو ته ژمنه ده.
زلمی خلیلزاد د افغان سولې د پروسې دملاتړ لپاره د شاوخوا دوه میاشتو وروسته یوځل بیا په داسې حال کې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په سفر روان شوی چې افغان حکومت ویلي چې د ولسمشرۍ انتخاباتو د پایلو له معلومیدو وروسته به د افغانستان راتلوونکي حکومت سولې ته لومړیتوب ورکوي.